که څه هم نن صبا دمډیا او انټرنیټ له قراره په نړۍ کی دهرقسم او ډول دودونو په اړه پوهیدل او په ویډیویی بڼه لیدل کومه ستونزمنه خبره نده، خوبیاهم که دادودونه او رواجونه څوک دنژدی اوپه ژوندۍ بڼه مشاهده کړی اثریی بیل ډول دۍ.مثلا په افغانستان کی کلیوال ودونه او دښارو ودونه دومره فرق لری چی کلیوال ودونه په کورو کی کیږی اومیلمانه دکلی په جماعتو اویاهم په غټو میلمه خانو کی ځای پرځای کیږی، چی میرمنی په کوروکی وی اونارینه بهر، خو په ښاروکی بیاهم په عینی شکل وی صرف په دومره توپیرسره چی نارینه اوښځینه میلمانه دناوی اوزوم په شمول په هوټل کی مراسم سرته رسوی
..
مګر په مصرکی دودونو دود بیل ډول دی، اول خوکله چی دلته واده کیږی نو دزوم پرکور او هغه کوڅه کی چی دزوم کوروی ټول په رنګارنګ بریښنایی اشارو ښایسته کړل سوی وی، او دزوم دکورمخته دکلی اومنطقی ټول وګړی دشپی مهال راټولیږی اوبیا محلی سازنده ګان را وستل کیږی چی هغه سازونه ږغوی اودلته ځوانان اتڼنونه ورته کوی او داتڼ کولو په وخت کی بیاښځینه هم ورشامیلیږی او دنارینوسره یوځای په ګډا کی لوبیږی، دلته چی کوم پروګرام اوترتیبات
دخوښی دلمانځلو په منظور کیږی دنارینه اوښځیننه وو لپاره په یوه ځای او یو وخت کی نیول کیږی داسی نده لکه دافغانستان ده چی ښځی اونارینه یی بیل ویی اوهم یی دخوښی پروګرامونه په بیل ډول وی دامراسم دناوی دراوستلو څخه تقریبا ددرو ورځو راهیسی روان وی، خوکله چی دناوی دراوستلو ورځ سی
نوبیاپه هغه ورځ ګوم میلمانه چی دوی په نظرکی لری چی په هوټل کی ډوډۍ ورکړی اوهم په هغه پروګرام کی چی دوی ورته تهیه کړی دی ورسره برخه واخلی
دهغوی لپاره بیا ځانګړی کارډونه جوړیږی چی دهغو کارډونو په لرولوسره کولایسی هوټل ته داخل سی او په ټول پروګرام کی ترختمیدو تروخته برخه واخلی کله چی ناوی راوستل کیږی نو دوی ناوی دشپی دخوا راولی چی ناوی یی په لاندنۍ شکل جوړی کړی وی
اوبیامخکی تردی چی ناوی دمراسمو ځایته راورسول سی یوځلی د رودی نیل پرغاړه ناوی اوزوم دواړه چی په یوه موټر کی سپاره وی ګرځول کیږی او پرمختلفو ځایو ګلان خرڅونکی ولاړوی چی دوی دواړه په ځلونو ځلونو راکښته کیږی او دګلونو خرڅونکوسره دلاری دغاړی ډول وهونکی هم وی چی بیادا ډول وهونکی دیوګړی لپاره ورته ډول وهی ناوی اوزوم په ګډه سره دلږی مدی لپاره ورته ګډیږی چی وروسته تماشه چیان هریوه ته یو یو ګل دمینی دښکاره کولو په خاطر ورکوی
.
اودوی بیاموټروته خیژی څو بالاخره دهوټل تالارته ځان رسوی کله چی هلته ورسیدل نوبیاټول میلمانه په لین کی ورته دریږی هغه که نارینه وی که ښځینه که خپل وی که پردی، ناوی اوزوم دټولوسره ستړی مسی کوی اوداسی هوټل ته داخلیږی
.
چی دستړی مسی په پایته رسیدوسره اوډوډی خوړولو وروسته نوبیا ترسهاره ټول نارینه اوښځینه دخوښی دلمانځلو په خاطر دپروګرام ترپایه ګډا وی کوی اوسهار هریوپرخپله لاره ځی
داو دمصر دودونو په اړه یو مختصرغوندی معلومات نوربیا ان شاالله