طالبان: 'قطر کې زموږ دفتر ته چا مراجعه نه ده کړې'

Posted on at


د رویټرز په رپوټ کې د یوه پاکستاني لوړپوړي پوځي چارواکي، چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، له قوله دا ویل شوي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته د خپل سفر پرمهال ولسمشر غني ته ویلي، طالبان د مارچ میاشتې له پیل سره سم د خبرو پیلول غواړي. د ذبیح الله مجاهد په نامه د افغان طالبانو یوه ویاند په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو ترسره کېدل او د رویټرز خبري اژانس راپور رد کړ. وړاندې، د ' رویټرز' خبري اژانس په رپوټ کې د لوړپوړو پاکستاني ديپلوماتانو او پوځي چارواکو له خولې ویل شوي وو، چې د افغان طالبانو مشرتابه د پاکستاني پوځ له لارې داسې اشارې څرګندې کړې، چې ګواکې د 'سولې خبرو پیلولو ته لېواله' دي، چې کېدای شي د ورځې پای کې پیل شي. کابل ته د پاکستاني پوځ مشر له سفر وروسته افغانستان هیله څرګنده کړې، چې افغانستان کې به د سولې لپاره د روانو هلو ځلو پایلې ژر څرګندې شي. د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییوي مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستاني پوځ مشر د افغانستان سولې په هلو ځلو کې د مرستې ژمنه تکرار کړې چې د پاکستان د دغو هلو ځلو پایلې به ډېر ژر څرګندې شي. ښاغلي غني له افغان سیاستوالو سره د سولې د بهیر په تړاو کتنې پیل کړې دي د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې له راحیل شریف سره ملګري پلاوي د سولې هڅو کې د مرستې کولو ژمنه تکرار کړې ده. اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د دوه اړخیزو اړیکو پایله کې به دواړو هېوادونو کې د سولې او امنیټ ټینګښت باوري شي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې ویاند عاصم باجوه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستاني پوځ مشر د خپلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ستاینه کړې او هوډ یې څرګند کړی، چې خپلو پولو کې دننه به فعالیتونه روان ساتي. وايي، دواړو مشرانو ژمنه کړي، چې د یوه بل پرضد به د خپلې خاورې کارولو اجازه نه ورکوي. د پاکستان د پوځ مشر په پېښور کې د دسمبر په ۱۶ مه پر یوه ښوونځي له برید یوه ورځ وروسته افغانستان ته سفر وکړ.



160