کورنی مصارف میرمنو ته وسپارې

Posted on at


ښځو د کورنیو لګښتونو د مسؤلی په توګه ، د کورني اقتصاد د ټینګښت مهم عامل ګڼل کیږی.


په دیری هغو کورنیو کی ، چی په ښځو بازار او دوکان ته د ټګ بندیزونه نشته، د ورځنی توکو د پیر مسؤولیت ښځوته سپارل کیږ.ښځي د توکو په پیر نه کي تر نارینوو ډیري دقیقی او په همدغه ترڅ کي ډیری سپمونکی وی


.


مثلا: یو نارینه پلورنځی ته ننوځی، پر هر څیز یۍ چی سترګی لګیږیږی پیری يي او بل دا چی سړی په بیو او نرخونو ډیر غږیږی او څومره چی ورته وویل شی پیری یي.دیدی یو ستر علت داده چی سړی یو ښه مدیر یا رئیس کیدای او هغه د ا خبره چی په وړو خبرو سر نه خوږ وی.


نه دی کبله پر سړی د پنځو افغانیو توکې پر لسو افغانیو خرڅیږی، ډیری نارینه ددې لپاره چی غرور یې مات نشی یا دوکاندار خفه نشی داسی څه پیری چی هیڅ یې اړتیه نه وی او یا هیڅ فایده پکی نه وې.


برعکس ښځې دا کار نه کوی البته که د دکاندار زړه هم چوې خو ښځي اضافی او بی فایده توکی نه اخلی.


او یو بل ستر علت یې دا هم کیدای شی چی سړی یې په خپله ګټی او په مصرف کی یې هومره باک نه کوی.


او بله خبره دا ده چی که سړی د کور توکې او کالي رانیسی نو د ښځو نه وی خوښ او یا بې اندازه بدله وی چی دا هم پر اقتصاد ناوړه تاثیر اچوي او همدارنګه که مونږ سبزی یا لنده میوه رانیسو مطلب نارینه دې ته نه ګوری چی څومره اندازه پکار ده داسی نوی چی خرابه شی خو ښځی بیا دیړی حساسی وي.هغوی پوهیږی چی څومره او څنګه ترکاری سبزی او میوه جات وپیری، هغوی خو دقت کوی او لس ځله یې چیک کوي او ګوری یئ چی څه نیمګرټیا پکی نه وی


.


او بله خبره چی مخکی هم ورته اشاره وشوه هغه دا چی سړی توکی پیری پوره درجن، یا یوه پوره پیمانه پیری چی هغه حتما نیمه برخه یئ ضایع کیږی او ښځی چی څه پیری اندازه او اړتیا یې په پام کي نیسي...


ددی تولو یو علت کیدای شی وی چی نارینه ټوله ورځ د دفتر او داسی نورو چارو کی بوخت وی او د توکو رانیولوته دومره وخت پیدا نکړی.


دیړی کسان دی چی ښځي په دیر مصرف تور نوی خو حقیقت دا دی چی ډیر مصرف یوازی په خپله نارینه کوی.


مثلا: یو ښځه کله هم په اتیا ۸۰ افغانی انرژی نه څښي خو نارینه یئ معمولا څښي او بل دا چی یو سړی که د پنځو سو افغانیو توکی پیری نو د لسو افغانیو ضرور ورته پلاستیک پیری خو ښځي همدا لس ۱۰ هم سپوی.


نو غوره لار دا ده چی ښځو ته ورځنی مصارف وسپارو.


ستاسو یوپیاوړی اقتصاد په هیله



About the author

womensannex-kabul

Women's Annex Kabul is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts on Women's Annex can range from as little as $5 per month…

Subscribe 0
160