ماشوم

Posted on at



  • ماشوم
    چی ماشوم څومره ښه وه
    نه می غم نه می آرمان وه
    هیڅ خبرنه وم له ځانه
    نه می ځان نه می جانان وه
    څه یوښکلی شان ژوندون وه
    هغه ژوندکی می سکون وه
    نه لیلا وه نه مجنون وه
    نه غمازوه نه بیلتون وه


  • ما ته یاد دی هغه شپی دی
    هغه ستوری چی شمیرل ما
    هیڅ پوهیدم نه چی دا ولی
    هوم خندل به هوم جړل به
    کله مور نه کله نیا نه
    موږ قسی به اوریدلی
    هلته پورته په قویقاف کی
    خاپیری به اوسیدلی
    نه مو غم نه موښادی وه
    زه موږلویه پادشاهی وه
    نه رقیب وه نه دښمن وه
    بس دوستان و اودوستی وه
    چی وړوکی وم جریدم به
    په مطلب نه پوهیدم به
    چی اوس لوی شوم جړیګم
    په مطلب ښه پوهیږم
    ښکاری چی مین شوم
    د دنیا په رنګ رنګین شوم
    ما یی هم نازونه یوړل
    او زه هم دی چا نازبین شوم
    لوپټه کی مسکی ده به
    څومره شکلی لګیده به


  • ما ته ای پورته چی کتل کا
    هوم زما نه شرمیدینه
    چی په بام به راښکاره شوه
    څه به ښکلی نظاره شوه
    زه به ډیرومه ستومانه
    زما وینه به تازه شوه
    ما ویل ته زما آرمان یی
    زما واړه ګل جهان یی
    زما ژوند بس یونه یی ته می
    جان ته می جانان یی
    ما ورته په ښنکی رومال ورکړو
    ما ویل چی نه یم بیا دی ته ګوره
    هسی ویل چی نه یم ته سپوږمی ته ګوره
    نو په وړه وړه خبره
    چی زموږ به خبګان شو
    څیر غمازبه شوه خوشحاله
    راته تنګ لنډ می ګذران شو
    ما ویل څه زما خطا ده
    دا چی بل ته ستا خندا ده
    ما ویل ما نه سکون ورک دی
    هغی ویل ستا دی غمو شک
    اوپ الله(ج)هغه هوم ورځ وه
    په آسمان ډوبه وریځ ده
    هلته تندر آسمان پریوته
    دلته نظر نه می جانان پریوته
    زه ماشوم نه وم چی می لیلا پریخوده
    ځکه می جنګ دی خپل نصیب سره وه
    زما دی لاس رومال دی رقیب سره و
    دا ګریوان زما شلیدلو
    هر آرمان می قتلیدلو
    لویه خدایه دا څه وشول
    لوی داستان می ختمیدلو
    نه مرحم نه می درمان شته
    نه فریاد نه می توان شته
    ډیر دسوخت نه داسی وایم
    نه می ځان شته نه می جانان شته
    پدی عقل چی جړیږم
    دی نه شه ده لیونتوب


  • ما نه هرڅه بیرته واخله بس بس
    ما ته سرنه ماشومتوب راکړه
    څه می شکلی ماشومتوب وا
    چی په کی ښکلی ټول شیان وو



About the author

160