په افغانستان کی دپوهنی وضعیت دبحران نه دمخکی کلونواو د بحرانی کلونوپه دوران کی

Posted on at


 


افغانستان دمحمد ظاهرشاه اومحمد داودخان په دوران کی هم د اقتصادی اواجتماعی اړخه یوورسته پاتی مملکت وه اوهمدغه رنگه دپوهنی سیستم یی هم په عنعنوی اوترډیره حده دسیمی اومنطقی په نسبت پهصو ورسته پاتی تدریسی الوبنا وه دزده کړی لپاره دورحنی تقاضا سره سم کتاب اونوردرسی مواد موجود نه وه اوهمدغه رنگه دزیادترومعلیمینوسویه هم ددهمدغه لامیلونوله کبله تیته وه دلوړو تعلیماتو درلودونکی استادانو اندازه دګوتوپه شمیر وه اوهمدغه رنگه دلابراتوارونه شمیرهم محدود وه اودنشت په اندازه وه .


په هرترتیب د1343کال داساسی قانون ترمنح ته راتلوورسته یوتعدادظاهرآ سیاسی دلی تپلی چه بیاورسته دبحران کلو نو کی ثابته شوه چه په بیگانه گانوپوری تړلی وو شکاره شو خاصتآدکابل په شارددرس اوتعلیم ددوام په ځای په مظاهرواواعتصابونو باندی مصروف وه اوهمدغه وضعیت تر 1352کال دداودخان ترمنح ته راتلو پوری دوام پیداکړو.


دداودخان په دوران کی همدغه وضعیت ترډیره حده تغیر وکول اوترډیره حده دمظاهرو اواعتصابونوځای درس اوتعلیم ونیول ولی داچه محمد داودخان دمحمد ظاهرشاه په کورنی پوری تړلی وه همدغه ظاهرآسیاسی دلودهغه په خلاف عمومی اذهان پداسی حال کی  تحریک کول چه هغه په یقین سره دمملکت داداری اوترقی لپاره مناسب افکاراوترډیره حده مناسب پلانونه درلودل


ولی 1357کال کی د داودخان په له منح تلوسره دپوهنی نظام دمسلط حاکم نظام په وفاداری پوری وتړل شواو همدغه رنگه یوزیات تعداد وطنوال دخپلوسیاسی افکاروله امله اوزیات شمیریی دنه مصونیت له امله همسایه هیوادو ته مهاجر اوپه نتیجه کی دافغانستان خراپولو په سیاست کی راگیر شول اوهمهغه اثرات تراوسه پوری موجوددی اوپه همدی ترتیب دطالبانوپه وخت کی ترډیره حده دپوهنی دروازی په ځانگری توگه دنجونوپه مخ ظاهرآ پدی نامه چه اوس شرایط ورته نه دی مساعد وتړل شول.


اوهمدغه وضعیت دبین المللی همکاری ترشروع دوام وکول اودبین المللی همکاری دتامین او ددوام نه ورسته کال په کال دافغانستان دپوهنی وضعیت کی دکیفیت اوکمیت له مخی ځانکری تغیرات رامنځ ته شول اودپوهنی دزده کوونکو شمیرله زرهاووڅخه میلینونوته اودمکتبونوتعداددسل گونو څخه زرگونو اودپوهنتونوشمیرهم دپخوا په نسبت هیچ پرته له کولووړاندی اوهمدغه رنگه یوزیات تعدادمحصلین دلوړاومسلکی زده کړو لپاره په مناسب شرایطو باندی دهیواد څخه بهردعالی اومسلکی تحصیلاتو لپاره ولاړل اوچی یوخبره چه ترډیره حده دتشویش وړده هغه داچه دامنیت په خرابیدو سره زموږپه زیات تعدادسیموکی دزدکړی بهیر ټکنی شویدی اویقینآ به دهمدغه حالت دوام دیوبل سیاسی اوټولنیز بحران سبب په داسی حال کی چه دبحرانونودوام په افغانستان دسیمه ایزو مخالیفینوغوشتنه ده .


په درناوی


پروانه فیضی دکابل پوهنتون


دژورنالیزم دپوهنحی ددوم کال محصل



About the author

160