روزګان

Posted on at


افغانستان چی په اسیاکی پروت یوهیواد دی اوهم ددی وچی لپاره دخوارا مهم اوکلیدی موقعیت او رول په لرلو سره یی دټولی نړۍ فهم ځانته را ړولۍ دی. لکه څنګه چی ددنیاهریودولت اومملکت دمختلفو اقوامو اوټبرونو څخه جوړوی نو افغانستان هم په عینی شکل دډول ډول ورونو قومونو په لرلو سره پرڅلوردیرش ولایاتو تقسیم سویدئ، چی یو ددی څلور دیرش ولایاتو څخه د روزګان ولایت دی. روزګان ولایت بعضی خلګ په اروزګان بعضی ارزګان او بعضی یی په روزګان لیکی چی سهی لیکنه یی روزګان ده. دا ولایت چی مرکزیی د ترینکوټ په نامه سره شهرت لری، اودولایت والی هم په مرکز ترینکوټ کی کښینی.



خولایی بیاهم نوم په روزګان سره یادیږی، ځکه چی ددی ولایت یوه ولسوالۍ اوس هم دخاص روزګان په نامه سره سته،ولی چی  دولایت مرکز په نیرو وختوکی دخاص روزګان ولسوالی وه، نوڅرنګه چی خاص روزګان ددی ولایت دټولو ولسوالیو لپاره غوره مرکزیت نلرۍ، نو دا وجه وه چی  وروسته بیاولایت مرکز ترینکوټ ته را انتقال کړل سو. ځکه چی ترینکوټ دروزګان دټولو ولسوالیولپاره مرکزیت اوهم ښه موقعیت لرلۍ. روزګان چی یو سر سبزه ،دغرو اوچشمو اوبو لرونکی ولایت دی نو دزراعت او حاصلاتو په برخه کی یی ورڅخه وګړی په کلنی ډول لاندی توکی په لاس راوړی.۱: د ری ډوله عمومی او دولایت په سطحه ذراعتی حاصلات لری اول غنم  دوهم جواری دریم وریجی چی دوریجو کرهڼه دورستیو کلو دوچ کلیو له کبله کمه سوید ده .۲: دوچی میوی په برخه کی دوه ډوله په زیاته پیمانه حاصل لری لکه بادام اوکشته  (شکرپاره)چی ددی وچو میو باغونه یی دولایت په ټولو ولسوالیوکی شتون لری


.


دروزګان ولایت په ټول کی شپږ ولسوالۍ لری  چی دری ولسوالی یی لکه خاص رزوګان، چوره اوګیزاب ده مرکز څخه ختیځ لوری ته پرتی دی اویوه ولسوالی دچنارتو په نامه سره چی دمرکزترینکوټ جنوب ته پرته ده اوپڅمه ولسوالی چی دمرکز څخه لویدز لوری ته موقعیت لری ده دهراود په نامه سره یادیږی، چی دولایت  پرنفوذه اوسرسبزه ولسوالی ده چی دیادی ولسولۍ لویه برخه دهلمند سیند څخه خړوبیږی اودروزګان ولایت شپږمه او وروستۍ ولسوالی چی دورزګان دمرکز په شمال لویدیځ کی موقعیت لری دچهارچینو یاشهیدحساس په نامه سره یادیږی ، ددی ولسوالی شرقی اوشمالی برخوکی دهلمند سیند په تیریدوسره ډیره زیاته سر سبزه اواباده ښکاری خوپاته نوری برخی یی ددی سیمو په نسبت سرسبزی اوابادی ندی،او دمساحت له قراره دروزګان دترټولو غټ مساحت لرنکی ولسوالی همدا چارجینو بلل کیږی اودننه په چارچینوکی بیا دا ولسوالی(چارجینو/شهیدحساس) پردریو وړکو ولسوالیو تجزیه سویده چی یوه د ویشی په نامه دوهمه یی د یخدان او دریمه یی د سراب په نامه سره یادیږی.دهلمند سیند یوازی دویشی په نامه ولسوالی خړوبوی اوپاته نوری دوی ولسوالئ کوم ځانګړی ابی او ابادسیندونه نلری . دروزګان ولایت  دوه دایمی سیندونه لری چی یویی دهلمند سیند په نامه سره یادیږی چی تنهاددی ولایت دوی ولسوالی ورسره په برکی نیسی لکه شهیدحساس (چارچینو) او دهراود اودوهم دتیرینکوټ سیند چی دخاص روزګان څخه سرچینه اخلی اوپه ټول ترینکوټ کی تیرسویدی چی په لاروکی دبعضی ځای رودونو په یوځای کیدو په اخرکی  ددهراود په ولسوالی کی دهلمند په سیندکی پای ته رسیږی. روزګان ولایت دیخو ولایاتو په لیکه کی شمیرل کیدایسی خوبیاهم دنورو ولایاتو په نسبت یی دیخ درجه ډیره ټیټه وی او په خپلو حدودوکی جنوب ته دکندهارسره سرحد لری جنوب ختیځ کی دزابل ولایت پروت دی په شرق کی غزنی،شمال ته دایکنډی او په غرب کی دهلمند ولایت موقعیت لری


.


ناتاید سوی شمیری ښه یی چی دروزګان ټول نفوس ترشپږسوه زره پوری رسیږی. دروزګان خلګ دافغانستان دنورو متوسط ژوندلرونکو ولایاتو دخلګو په څير عادی اومیانه ژوند لری او دژوند کولوطرزیی ورځ تربلی عصری کیدونکی اومخ پورته روان دی. وګړی یی ډیرمتدین،میلمه پاله اوپروعده ولاړ خلګ دی اوتل دنورو په اړه دنیکو باورکونکی دی اوهیڅکله چاته بلاموجبه دضرر اوتاوان رسولو کوم موقف اوعادت نلری.


داهم هغه معلومات چی ستاسی سره می دروزګان په اړه شریک کړه خدای ج دی وکړی چی ځنی مستفید سئ. مننه


لیکونکی محمد صادق نصرت



About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160