افغانستان که څه هم یوه مصرفي هیواد دی او له صادراتو څخه یی واردات ډیر دي خو که چير دافغانستان له طبیعی منابعوڅخه ګټه واخیستل شي نو بی له شکه چی دهیواد په صادراتو کی به زیاتوالی راشي
سره ددی چی هیواده ته په میلیاردهاو پیسی راغلی خو بیاهم په اساسي پروژو ونه لګول شوی چی ترټولو مهم یی بریښنا ده سره ددی چی افغانستان ډیر لوی لوی سیندونه لري خو ددغو سیندونو داوبو څخه ګټه وانه خیستل شوه
دافغانستان سیندونه سره ددی چی دبندونو جوړولو لپاره ډيرښه ځایونه لري خو په دی دولس کلونو کی تری ښه ګټه وانخستل شوه که څه هم هیواد ته په میلیاردونو مرستی راغلی خو دبریښنا په برخه کی هیڅ بنیادي کارونه شو
په اوسني وخت کی که څه هم یو شمیر ولایتونه دپلازمینی په ګډون له بریښنا څخه برخمن دي خو دابریښنا دمنځنی اسیا دهیوادونو له خوا ورکړل شوی دی
که له یوی خوا ددغی وارداتي بریښنا بیه لوړه ده له بلی خو ځینی وخت دکیبلونو دشلیدو له امله بریښناهم قطع کیږي چی هیوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کوي
دافغانستان اوبه بی له دی چی ګټه تری واخستل شي ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي
که چیری دولت دکونړ په سیند باند دبریښنا بند جوړکړي نو بی له شکه چی دختیځو ولایتونوترڅنګ به دهیواد نوروولایتونو ته هم بریښنتا ورکړل شي چی له یوی خوا به هیوادوال دبریښنا له ستر نعمت څخه برخمن شي او له بلی خوا به په زرګونو هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي
که څه هم دولت همیشه ادعا کوي چی بهرني مرسته کوونکی ورسره په اساسي پروژو کی مرسته نه کوي خو خلک بیا وایی چی دولت هم پړ دی ځکه دولت باید په کارپوه اوله اداري فساد څخه پاک کسان په کلیدي پوستونو کی مقررکړي
خلک وایی که چیری دولت بهرني مرسته کوونکي دیته اړکړي چی په اساسي پروژو کاروکړي نو هغوی به دیته زړه ښه کړي چی په دی برخ که پانګه اچونه وکړي
لیکوال:عبدالرحمن الکوزی