مرسته

Posted on at


مرسته


په لومړی سر کی مرسته باید له ځان سره وشی مرسته له ځان سره یعنی د الله (ج) د اوامرو پیروی او له منکراتو څخه یی ډډه کول دی چی تر ټولو لویه مرسته د ځان لپاره ایمان او عقیده ده


.


الله (ج) فرمایلی دی چی مسلمانان ټول خویندی او وروڼه دی نوځکه کله چی یو په ستویزو او غمونو کی وی د بل مسلمان دا دنده ده چی د هغه سره مرسته وکړی مرسته د انسانانو په منځ کی د مینی او محبت او یووالی سبب کرځی او کینه نفرت بُخل او همداسی د حسد د له منځه تللو سبب کیږی


.


مرسته :ټول انسانان د یو بل مرستی ته اړتیا لری ځکه ټول انسانان د یو بل لازم او مظلوم وی هر انسان باید هڅه وکړی چی د خپلو دوستانو ګاونډیانو همصنفانو او نورو وګړو سره مرسته وکړی ترڅو د خپل ژوند څخه خوند واخلی او دی په دی ډاډه وی چی له ما سره به هم یوه ورځ په ستونزو کی مرسته کوی او همداسی ثواب به هم ورپه برخه کیږی مرسته نه تنها د دوستانو او خپلوانو ته محدوده شوی ځکه موږ کولی شو ځینی وخت له دشمنانو سره هم مرسته وکړو تر څو د هغه په زړه کی پرته کینه بُخل له منځه لاړ شی او د ښمنی هم په دوستی سره بدله شی مرسته بیلابیل ډولونه لری لکه :


۱.مرسته د ظالم سره : د ظالم سره مرسته هغه ده چی هغه د ظلم کولو له ناروا عمل څخه وګرځوی .


 


۲. مرسته له مظلوم سره : مرسته له مظلوم سره چی هغه د ظالم د ظلم څخه یی وژغوری .


۳. مرسته د فقیر او بیچاره سره : مرسته د فقیراو بیچاره سره داده کچیری کوم مومن بنده د خوراک ، پوښاک او څښاک و نه لری نو په هر مومن بنده لازمه ده چی د خپل وس او توان په اندازه له فقیرانو او مسکینانو سره مرسته وکړی .


۴. مرسته له مسافر سره : مرسته له مسافر سره یعنی هغه وخت چی یو مومن بنده د لاری مسافر وی او کور او ځای ونه لری نو باید د هغوی سره مرسته او کمک وکړی .


۵. مرسته له کافر سره : د یو کافر سره تر ټولو لویه او ښه مرسته او کمک هغه ده چی کافر د اسلام مبارک دین ته دعوت کړی .



۶.مرسته د مور او پلار سره : چی دهغوی اطاعت وکړی اود هغوی رضا لاسته راوړی او د هغوی په خوشحالی کی زیار وباسی.



About the author

160