ښه ملګری څوک ده او کومې ځانګړتیاوې لري:

Posted on at


ښه ملګری څوک ده او کومې ځانګړتیاوې لري:


 


دلقمان حکیم وینا ده:


يا بُنَىَّ لاتَعدُ بَعدَ تَقوَى اللّه  مِن اَن تَتَّخِذَ صاحِبا صالِحا؛


زویه! له الهی تقوی وروسته دښه ملګري له نیولو مه تیریږه.


 


 


الاخوان، پاڼه: 110


 


 


 


 


دامام علي کرم الله وجهه وینا ده چې :


خَيرُ اِخوانِكَ مَن دَعاكَ اِلى صِدقِ المَقالِ بِصِدقِ مَقالِهِ وَ نَدَبَكَ اِلى اَفضَلِ العمالِ بِحُسنِ اَعمالِهِ؛


ستا ښه وروڼه (ملګري) هغه کسان دي چې په ریښتیا ویلو سره تا ریښتیا ویلو ته وهڅوي، او په خپلو نیکو کارونو سره تاته دنیکو کارونو انګیزه درکړي.


 


  


 


دنبي صلی الله علیه وسلم حدیث شریف ده:


مَن اَرادَ اللّه  بِهِ خَيرا رَزَقَهُ اللّه  خَليلاً صالحِا؛


هرهغه څوک چې الله جل جلاله ورته دخیر اراده ولري، نو هغه ته نیک او صالح ملګری ور په نصیب کوي.


 


 


نهج الفصاحه،


 


دلقمان حكيم رحمه الله وینا ده:


يا بُنَىَّ اتَّخِذ أَلفَ صَديقٍ وَأَلفٌ قَليلٌ وَلاتَتَّخِذ عَدُوّا واحِدا وَالواحِدُ كَثيرٌ؛


اې زویه! زر ملګري ونیسه چې زر ملګري هم کم دي، خو یو دوښمن هم مه پیدا کوه ځکه چې یو دوښمن هم زیات ده.


بحارالأنوارف ج ۱۳، پاڼه ۴۱،


 


 


درسول اكرم صلى الله عليه و آله وسلم حدیث شریف ده:


اَلجَليسُ الصّالِحُ خَيرٌ مِنَ الوَحدَةِ، وَالوَحدَةُ خَيرٌ مِن جَليسِ السّوءِ؛
نیک ناستی (ملګری) له یواځې کیناستلو څخه ښه ده، او یواځې کیناستل له بدناستي (ملګري) څخه ښه دي.


امالى طوسى


دامام علي کرم الله وجهه وینا ده چې:


مَن لَم يُقَدِّم فِى اتِّخاذِ الإِخوانِ الاِعتِبارَ دَفَعَهُ الاِغتِرارُ إِلى صُحبَةِ الفُجّارِ؛
هرچا چې دوروڼو (ملګرو) په ټاکلو کې دامتحان څخه کار وانخیست، نو دفریب خوړل دغه سړی دفاجرانو اوبدکارانو  ملګرتیا سره مخامخ کوي.


غررالحكم


درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث شریف ده:


ثَلاثَةٌ تُخلِصُ المَوَدَّةَ: إِهداءُ العَيبِ، وَحِفظُ الغَيبِ، وَالمَعونَةُ فِى الشِّدَّةِ؛
درې شیان په ملګرتیا نوره هم اخلاصمنه کوي، دیوبل دعیبونو په ګوته کول، دملګري په نه شتون دهغه لحاظ، دفاع اوساتنه کول، او په سختۍ کې یو دبل سره مرسته.


تنبيه الخواطر، ج2، پاڼه121


ژباړه: عزت الله ایمان 



About the author

160