دماشومانو په غوږو کې دآذان او اقامت ویل
او دهغه علمی اوتربیوی ګټې
داسلام ستر پیغمبر محمدصلی الله علیه وسلم دنوي زیږیدلی ماشوم له پیداکیدو وروسته سمدلاسه دهغه په ښي غوږ کې دآذان او کیڼ غوږ کې داقامت دلوستلو امر کړی ده.
عن أبى رافع – رضى الله عنه – قال : " رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم – أذن فى أُذن الحسن بن على حين ولدته فاطمة "
ژباړه:
دابی رافع رضی الله عنه څخه روایت ده چې وايي: ما نبي صلی الله علیه وسلم ولیده، چې دحسن بن علی رضی الله عنهما په غوږ کې یې هغه وخت آذان وکړ کله چې فاطمې رضی الله عنها وزیږاوو.
همدارنګه داقامت په باره کې هم دوه ضعیف حدیثونه بیان شوی دي، خو دلمړی حدیث شریف معنی په آذان او اقامت دواړو تاکید کوي.
دغه سنت په نوی ماشوم کې مخکې له دې چې دشیطان غږ ته لبیک ووایي، دبرابرۍ فطرت، داسلام شعار، او داسلام اعلان یې په زړه کې خپروي.
دغه اواز (آذان او اقامت) دالله جل جلاله توحید، دمحمدصلی الله علیه وسلم، رسالت، او دفلاح لارې بیانوي.
پاک خدای په انسان کې دعلم اخیستو لپاره، عجیبه او یواځینی سیستم جوړ کړی چې هغه عقل، اوریدل او لیدل دي، پاک الله وايي: " ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِنْ رُوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ " .
په دغه قول کې الله تعالی دانسان دخلق تکمیل او پوره کیدو ته اشاره کوي، او د(السمع) دکلمې اشاره دیته ده چې دانسان داوریدو سیستم دولادت څخه مخکې پوره کیږي.
داهغه منل شوی حقیقت ده چې نوي علم اوس کشف کړی، چې جنین دمور په نس کې هم اواز اوري.
نو د آذان په اوریدلو سره ماشوم دآذان دکلمو تمیز کوي، او کله چې په عمر کې ستر شي بیا ورباندې عمل هم کوي.
څه موده وړاندې ځینو، مرکزونو داسې څیړنې ترسره کړي دي، چې ښیي:
ماشوم چې کله دمور په نس کې خواږه او ښکلي اوازونه واوري، نو بیا دمور شیدې په ښه ډول سره څکي. اوکله چې بد او ناوړه اوازونه، هغه چې مور یې ورنه په تنګ کیږي واوري نو دماشوم اشتها کمیږي، او شیدې سمې نه روي.
نو دنبي صلی الله علیه وسلم له دغه کار (اذان اواقامت) څخه دا رامالومیږي چې یادې کلمې دماشوم په زړه کې اوبدل کیږي، او دشیطان له وسواسو څخه یې ژغوري او روحي ارامتیا ورپه برخه کوي.
او څرنګه چې ماشوم نړۍ ته سترګې وغړوي، دده مالومات صفر وي، له دې سره سره چې دی، عقل، داوریدلو، او لیدلو قوې درې واړه لري. او دغه قوې دعمل لپاره چمتو وي، خوبیاهم ترټولو ستره قوه او ډیره فعاله هغه یې داوریدلو قوه ده، الله تعالی وايي: " وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ".
ژباړه: الله تاسو دخپلو میندو له نسونو څخه را وویستلی، په داسې حال کې چې تاسو په هیڅ شي هم نه پوهیدلی، او الله تعالی تاسوته داوریدلو، او لیدلو اوقوې او زړونه (عقلونه) درکړل، چې شاید تاسو شکرګذاره وی.
نو داسلام دین داخوښوي، هغه شعار چې اول ځل یې ماشوم زده کوي هغه باید داسلام شعار وي.
ژباړه: عزت الله ایمان