په ننی نړی کی مخابرات او ټکنالوژی دیو هیواد لپاره دملا دتیر اهمیت لری دنړی هیوادونه په ځانګړی ډول دجهان هغه پرمختللی هیوادونه په یویشتمه پیړیکی هغه دچا خبره دټکنالوژی په ژبه خبری کوی.
په افغانستان کی هم دطالبانو دحکومت له را پرځیدو اودموقتی اداری تر جوړیدو وروسته دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوژی په برخه کی دپام وړ پرمختګونه رامنځته شوی دی او دهغو واقعی ارزښت یی خلکوته وروښوده نور دلیکونو لیګلو اویو لری ځای ته دورځو په مودو کی دخبر رسول دخلکو له زهنونو وتلی او کولی شی چی دثانیوپه بر کی خلکوته خپل خبرورسوی اوس محصلین انټرنټ پیژنی او خپل ټول ضرورتونه دانټرنټ له لیاری حل کوی سایټونه ګوری او خپل معلمات سره شریکوی دایوازی نه اوس زمونږ رسنی هم له نوی ټکنالوژی څخه کار اخلی او خپل ټول نشرات ددی وسیلی له لیاری خپروی . نو دی ټولوارزښتونو ته په پام سره دا اړینه بریښی چی زمونږ هیواد هم دنورو پڅیرپه دی ډګر کی دپوره پرمختګ خاوند شی.
که دهیواد مخابراتو ته پام وکړو نو ویلی شو چی ۷۰ سلنه زیات وګړی ګرځنده ټلفون ته لاس رسی لری همدارنګه مخابراتو وزارت دهیواد پلازمینه کابل او دنورو ولایتونو په مرکزونو کی هم خلکوته دانټرنټ آسانتیاوی برابری کړی مګر خصوصی شرکتونو هم د3G په نامه دهیواد په ګوټ ګوټ کی دغه آسانتیاوی برابری کړی او لایی برابروی چی کولای شو دا په یاده برخه کی دیوستر پرمختګ په توګه یاد کړو په دغه برخه کی یوه بله ډیره ستره پروژه هم پکار اچول شوی چی هغه دنوری فایبر پروژه ده چی هیواد له نورو ګاونډیواو نړی سره نښلوی یاده پروژه دقندهار دسپین بولدک په سیمه کی له پاکستان او هرات کی له ایران او په شمالی سیمه کی زمونږ هیواد د منځنی آسیا له هیوادونوسره نښلوی نو داهغه پرمختګونه دی چی دنړیوالو ډیره توجه یی را اړولی ده او په همدی مناسبت تیره اونی په کابل کی یو دوه ورځنی نړیوال کانفرانس جوړ شو او نړیوالو دهیواد ددغه وزارت پرمختګونه دپام وړ وبلل.
هیره دی نه وی چی په ټوله کی دمخابراتو پرمختګ دهیواد له امنیت سره چی دهر افغان یوه نه هیریدونکی هیله ده هم ډیره مرسته کوی او کولای شو چی مشکوک کسان ددوی دګرځنده ټلفون له لیاری پیداکړو او ویل کیږی چی اوس مهال دهیواد دامنیت دساتلو لپاره له دغی برخی کار اخیستل کیږی.
لیکوال: خوانی همت