دولت د خلکو د ارادی ښکارندوی او تمثیل کوونکی باتی برخه

Posted on at


د مقالی پاتی برخه


ملي  دولتونه چې په خپل لومړني بنسټ او دلنډ مهالو منځ مهالو او  اوږد مهالو پروګرامونو په طرحه کې د خپل هیواد او ملت د ژوندانه ټول اړخونه په ګوته کوي او عمل پرې کوي هیڅکله فاسدو عقیدتي او ملی ضد عناصرو ته اجازه نه ورکوي چې د هیواد پرخلکو باندې د واکمنۍ پرګیډی خیټه واچوي خلک او هیواد تباهۍ اوبربادۍ په لور سوق کړي


.


په داسې دولتونو کې د هغه هر کارکوونکی د خپلو کړو وړو او مسؤل او ځواب ورکوونکی دی چې ټول واکونه او مسولیتونه له لوړو لیکو څخه تر ټیټو لیکو پوری  د قانون پر بنسټ بثبیت او تشخیص کیږي همدا وجه ده چې هر فرد څه د دولت په چوکاټ کې او څه د ټولنې له قشرونو ترمنځ د خپلو حقوقو او دندو په پیژندلو سره خپل تګلارې تر لاسه کوي او له هغه څخه تیری نه کوي له دغو منل شويو قانوني ارزښتونو څخه سرغړونې ته په خپله سزا ټاکل شوې ده چې هیڅ واکمن او عادي شخص نشي کولای له هغه څخه جلا پاتې شي ددې تر څنګ پوهه او سرښندنه هم پټه نه پاتې کیږي . صادق ملي او هیېواد پال وګړي د داسې دولتونو په چوکاټ کې دخپلو غوره خدمتونو په بدل کې ستایل کیږي ،چې په واقعیت کې داسې یو سیاسي نظام چې د مجازاتو او مکافاتو اصولو پکې په پام کې نه یې نیول شوي ، هیڅکله د هیواد د پرمختګ او سمسورتیا ستری دندې پرمخ نه شي بیولای


.


ددغه ډول ملې ضد نظامونه بل خطرناک خوصوصیت دادی چې د لوړو مقامونو او پستونو د صلاحیت او اختیار کیلي د مافیایي عناصرو او ډلو ټپلو په واک کې ورکول کېږی دغه عناصر چې په نړیواله مافیا پورې تړلي دي د دولت د ځواکمنو مقاماتو اله خوا یې ملاتړ کېیږي څو په ډاډمنه توګه او پراخوامکاناتو سره وکړای شي  خپلې او د خپلو حامیانو ګټې د اداري مفاسدو د ترویج د عامه شتمنیو اوټولو او په ا قتصادي سیستم کې د نفوذ او ناروا پانګو اچونو له لاری تر لاسه کړي .


دغه ډول حریص عناصر هیڅکله په پانګه اچونه او تجارت کې انصاق او قناعت او خپل عمل ملاک نه ګرځوي  بلکې په لیونتوب سره هلې ځلې مافیایي نظامونه چې د توطئې او چل ول له لاری قدرت ته رسیدلي دي له هر ډول قانوني ارزښتونو اومیکانیزم څخه بې برخې دي . دغه ډول دولتونه ، د مافیایي پرازیتونه د زیږدې ودې او بشپړتیا لپاره ډیر ښه بستر دی


.


په فقر او بې وزلۍ کې د خلکو ساتنه  د دوی له فزیکي ځواک څخه ناجایزه استفاده او د دوی د هېواد د شتمنیو لوټ په پر له پسې توګه  د دوی په دستور العمل کې ځای لري  دوی په قصدي توګه  خلک وږې ساتي څو د دوی په وجود کې د مبارزې ا و نظام  د ړنګولو هیڅ ډول توان او حوصله پانې نشي څو ملت ته د یوې ګولې ډوډۍ  د پیدا کولو په خاطر په پر له پسې توګه لالهانده اوسي او چارواکي د عامه شتمنیو په لوټولو  مزو چړ چو او عیاشۍ بوخت وی دغه دي له ملي ارزښتونو نه د بی برخې سیاسي نظامونو خصلتونه.


 او داچي اوسنی زموږ نظام کوم ډول نظام دی دا پریکړه به لوستونکې وکړي.


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل



About the author

160