استاد الفت د افغاني ادب ځلانده ستوری

Posted on at


لومړی برخه 


د پښتو ادب د آسمان په ستورو کې شمار، ارواښاد استاد ګل پاچا الفت نن ورځ د کابل- جلال آباد د لويې لارې پر سر د عزيزخان کڅ په يوه څنډه کې په ابدي خوب ويده دی، د وخت د لباسي دنياوالو له نظره لري، د وخت د ډالر پرسته نسل له ياده وتلی دغه ستر انسان د پښتو ژبې خليل جبران دی.



خليل جبران خليل چې د لبنان اصلي اوسيدونکی وو، د علم او پوهې په ډګر کې د نړيوال شهرت له کبله پرې د لبنان مسلمانانو او عيسويانو دعوه درلوده، خو په تاسف سره زموږ «الفت» چې نړيوال ادب پوهان يې افغاني خليل جبران بولي د افغانانو له ياده وتلی دی.


استاد الفت غوندې شخصيتونه په پېړيو، پېړيو کې کله، کله خدای پاک پر بشر ولوروي، هوښيار ولسونو ته هغوی مانيز پاچاهان شي او د پوهې په وړانګو کې يې لاره وهي، بدمرغه ولسونه يې په قدر پوه نه شي او ورڅخه ورک او هېر شي.



د ارواښاد الفت زياتره نثري ټوټې، شعرونه او يا ځانګړي بيتونه د الهامي پېغامونو په څېر دي، چې نه يوازې د خپلې ټولنې، بلکې د بشريت د ژوندانه تصوير پکې ليدای شو.


که هرڅه رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه


په دې کې مې وطن تـــــه لوی تاوان ليدلی دی


د الفت د نثر نمونه:



قوي او ضعيف


د دنيا دود او دستور خو دا دی، چې زورور به کمزوری وهي او ضعيف به د قوي له لاسه په عذاب وي، مګر په کورونو کې د مينې او محبت تقاضا بل راز ده، هلته يو کوچنی ماشوم خپل مشر ورور په څپېړو وهي او خاندي، يعنې له ټولونه کمزوری په ټولو زورور دی.



ما ته دغه کورنی دود او دستور ډېر ښه ښکاري او له خدايه غواړم، چې دا رواج عام شي. په دې پوهيږم چې په هر کاله کې همدغه حال دی او په هره کورنۍ کې کو چنيان په لويانو زورور او زړور دي.


نور هم داوم لری دوستانو...


لیکوال او ژورنالیست 


عبدالرحمن منګل



About the author

160