خوشال خان خټک د هيواد نوميالی اديب او سياسي مبارز لومړی برخه .

Posted on at


د پښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشحال خان خټك په داسې حالت کې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې نورالدین جهانګیر  د هند  په نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود. نوموړی په (۱۰۲۲هجري) کال کې زېږېدلى دی. د خوشال بابا د پلار نوم  شهباز خان او د نیکه نوم یې یحیا  خان وو.



د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامه، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی، چې د څه کم څلور سوه کالو راهيسې دده کلتوري خزانه د افغان ولس  او د نړۍ د لویو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څیړنې وړ کرځیدلې ده. د څیړونکو ځیرکتنه به تر هغې پورې د دې کلتوري میراث په هکله موجوده وي، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څیړنه بو خت وي. له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتې دي. دده اثار د شعر او ادب ژبپوهنی  او نورو بېلا بېلو پوهنو او څیړنو لپاره لوی دریاب دی، چې لامبوزن هم پکې ستر کیږی خو دده برید، پوله، سر او تل به تر خپلې لامبو لاندې داخل نه کړي او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومانه وي



د خوشحال خان د پېژندلو په باب سرچينې


خوشال نه یوازې د پښتو ژبې یو ستر او نامتو شاعر وو، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي. همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توګه اوڅار دى، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو، شاعرانو او څیړونکو په وړاندې د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال ګڼل کیږي. دده په هکله د لوېدیځ او ختيځ پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه راستولي دي.



جارج مارکنسټرن د خوشال د شاعرۍ په باب څر گندوي: «د نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدریې کوم. خوشال حق لري، چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي.


څیړونکی 


عبدالرحمن منګل 



About the author

160