دیموکراسی د لیکنی دوهمه برخه

Posted on at


د لیکنی د وهم برخه 


پښتانه چی په افغانستان کی یوازی په غرونو ، دروکلیو او اطرافو کی ژوند کوی . فابریکی ، کارخانی او تولیدی بروژی نه لری یوازی زراعت او په مالداری کی بوخت دی اود هیواد شمالی سیمی د منخنی ایشیا د ملکونو سره تجارتی بندرونه لری او د تجارت پراخه اړیکی یی تامین دی چی په همدی وجه په دغو ټولو سیمو کی تمدن ترقی کری دی نو د دغه په خاطر باید د دیموکراسی د تطبیق مسولین او ذمه واران باید د افغانی ملی جورښت لپاره اساسی ګامونه اوچت کړی په حقیقی




توکه د عمل په ډګر کی په پښو ودروی.افغانی ټولنه تل هڅه کوی چی د اسلام سره مطابق حرکت وکری او د ملی هیلو ، عنعنواو د غوښتنو سره توافق ولری چی شرایط یی هم برابر دی او ولس ورسره همکاری کوی او تر هغه یی خلک او ولسونه د حکومت سره دیموکراسی د تطبیق په لاره کی مرسته ونه کری دیموکراسی پراختیا نه شی کولی .پوهان وایی چی که په افغانی ټولنه کی داسی دیموکراتیکی موسسی جوړی شی او د علمی ورکشاپونو او کورسونو د جوړولو




د لاری د عامه ذهنیتونو د روښانه کولو د پاره صادقانه کار وکری خپلی شخصی ګټی هیری کری نو به کولای شی خپله ټولنه د نړیوال سره په یوه قدم روان کری اوس نو پوښتنه دادی چی دیموکراسی به څنکه په افغانستان کی پراختیا وکړی؟




ټول پوهښږو چی په هغه ټولنه کی چی د سواد ترڅنک سیاسی سواد او کلتور په ښه ټوکه ترقی نه وی کری نو دیموکراسی سره مخالفت کوی او وایی چی دیموکراسی یو سوکلر سیستم دی او ټولنه کی اخلاقی منل شوی معارونه کمزوری کوی او د ښځو آذادی دا منځته کوی خو حقیقت دا نه دی دیموکراسی خلکو ته دا توان ورکوی چی د علمی او فرهنګی زده کړو په مرسته د ټولنی د ټولو اخلاقی کمزوریو ونسیی او د حکومت جارواکی دی مجبور کری چی د هر ډول




ټولنیزو ستونزه چی د اسلامی اصولو خلاف اعمالو او کړنو سره سمون خوړی بنده کړی او د قانون د تطبیق لپاره لاره همواره کړی او په دیموکراسی کی د یوی تولنی وکری کولی شی چی د بیان او نظر ورکولو د حق څخه استفاده وکړی او یا خپل ځان یو حکومتی مقام ته کاندید کړی رایه ورکړی او یا وغواری او هم د خپلو انسانی او بشری حقونو د اعاده کولو لپاره که ښځی وی او که نارینه د چارواکو څخه پوښتنه وکړی استفاده پری وکړی او یایی په خلاف آواز پورته کړی.



About the author

160