په افغانستان کی ډير ښوونځیان شته دی لومړنۍ ښوونځی چی په افغانستان کی پرانستل شوی دی د حبیبی لیسی ښوونځی دی. په دغه ښوونځي کی یو شمیر ډیرو شاهان خپل تعصیلات یی پای ته رسولی دی. په تیرو وختونو کی نجونی ډیر کمی ښوونځيانو ته تللی او د هغو باندی ښوونځی بسته شوی وو چی دوی وکولی شی ښوونځي ته ولاړ شی او درس ووایی نیکمرغه اوسه مهال نجونو ته د تعصیلاتو لاره خلاصه شوی ده او کولی شی خپل تعصیلاتو ته ادامه ورکړی او په راتلونکه کی خپل هیواد او ټولنی ته خدمت وکړی.
ورځ په ورځ په افغانستان کی د ښوونځیانو شمیر ډير کیږی په خاصه توکه د لسو ګالونو نه رادیخوا ته چی د ښوونځیانو شمیر په معیاری او نوی توکه په ښارونو او والسوالیانو کی ډير کیږی. په یو شمیر ډيری نجونی او هلکان په دغه ښوونځيانو کی درس وایی.
مګر اوس هم د افغانستان ښوونځیانو کی ځینی ستونزی شته دی٬ چی د هغو نه کولی شو د امنیت نه والی نوم واخلو چی یو شمیر ډير ښوونځیان په ولسوالیانو کی د امنیتی ستونزو سره مخامخ دی او یو شمیر ښوونځیان سوځول شوی دی. بیا هم د افغانستان خلک د دغو ستونزو شتون سره٫ خپل بچیان ښونځیانو ته بیایی.
مګر بیا هم په د افغانستان کی ښوونځیان د پرمختک په لور دی او یو شمیر ښوونځيان مجهزه درسی ټولګیان٫ کامپیوټو او د لابراتوار ټولګیان لری.
او په اوس مهال د هرات ولایت ښار کی د افغان سیټادل شرکت په همکاری باندی د زده کونکو پرمختک لپاره یی د کامپیوټر او انترنټ ټولګیان پیل کړی دی٫ ترڅو چی ګران زده کونکی وکولی شی د خپل هیواد راتلونکی ته خدمت وکړی.