کریستیانو رونالډو د ۲۰۱۳ کال طلایی تو پ وګاټه

Posted on at




کریستیانو رونالډو پرتګالی اوبغاړی چی په ریل مادرید ټیم کی لوبیږی ویی کولای شول چی ددوهم ځل لپاره طلایی توپ خپل کړی.ددغی جایزی دتر لاسه کولو لپاره دری تنه نومول شوی وو لیونل مسی فرانک ریبری او کریستیانو رونالډو چی په پای کی یی رونالډو وکولای شول چی دغه جایزه دسویس په زرویخ ښار کی دیوشانداره مراسمو په ترڅ کی خپله کړی.


 


هغه په دغه مراسمو کی چی ډیر احساساتی هم وو پداسی حال کی وویل چی داواقعا سخت کار دی زه له خپلی مور میرمن او زوی نه مننه کوم زه له خپل ټول ټیم نه مننه کوم چی ماسره یی مرسته وکړه. هیره دی نه وی چی ښاغلی رونالډو له دی وړاندی هم په ۲۰۰۸ کال کی هم دغه جایزه خپله کړی وه او دنړی په هغو لسو لوبغاړو کی وشمیرل شو چی له یو ځل زیات یی دغه جایزه خپله کړی ده.



۲۸کلن رونالډو روان کال په ۵۳ لوبو کی ګډون کړی چی پکی یی ۶۶ ګولونه سرته رسولی او همدارنګه یی دال کلاسیکو په لوبو کی خپل ړومبنی سیال بارسیلونا ته هم ماتی ورکړی دی.



که وکتل شی نو درونالډو دښی وړتیا او استعداد په لرلو سره همداسیی ښایی چی هغه ته دی دا جایزه ورکړشی .دجایزی دګټلو لپاره نومول شوی کسان دمشخصو افرادو رایو ته وړاندی کیږی چی په هغه کی مسلکی کسان دټیمونو مربیان لوبډلمشران او تقریبا ۵۰ تنه مسلکی ژورنالیستان خپله رایه استعمالوی او ځانګړی نوماند انتخابوی چی په دی اساس د ۲۰۱۳ کال لپاره رونالډو دخلکو لپاره ډیر منلی وو او ویی کړی شول چی دغه جایزه خپله کړی سره له دی چی میشل پلاټینی داروپا دفوټبال فدراسیون مشر دآی سی سی ددغی پریکړی مخالفت وکړ او ویی ویل چی فرانک ریبری یوازینی شخص وو چی ددغی جایزی لپاره باید غوره شوی وی او دایی سمه پریکړه ونه بلله چی کریستیانو رونالډو یی دنړی تر ټولو غوره لوبغاړی ونوماوه او دطلایی توپ جایزه ورکړه مګر که وکتل شی دپریکړی صلاحیت دداسی کسانو لاس کی او یو داسی ترکیب یی درلوده چی ددرغلی امکان لری ښکاره کیده.



 



About the author

160