دوهمه برخه
دملت دبی څارو قربانیو او دنړیوالو دمالي او پوځي مرستو په پایله کی بالاخره روسان مات شول اودیته اړویستل شول چی هیواد پریږدي او ځوړند سره بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کی تاریخي ماته وخوړله چی په نتیجه کی یی دمنځی اسیا پنځه لس هیوادونو خپله خپلواکي ترلاسه کړه خو لاهم په هیواد کی دچاروواګي دډاکتر نجیب الله په لاس کې وې
دډاکتر نجیب الله دسولې خبری دمجاهدینو سره ناکامې شوې اوبالاخره دخپل حکومت دداخلي بغاوتونو او دمجاهدینو دجګړو په پایله کی مجاهدین کابل ته ننوتل سره ددی چی ځینو کسان دمجاهدینو ننوتل کابل ته اووم دثور بولي خوځینی نور بیا داورځ اتم دثور بولي
دمجاهدینوراتګ ته ملت په پراخه سینه ښه راغلاست ووایه ځکه ملت فکر کاوه چی دابه اوس هم هماغه مجاهدین وي چی په لوڅو پښویی داسلام او هیواد څخه دفاع کوله دوی ویل دوی به اوس هم دپردي مال څخه خپله وچه ډوډۍ او اوبه غوره وګڼي ملت ویل چی نور به نو داشرارو ،کمونست،اوملحد په نومو څوک نه وژل کیږي خو افسوس چی ملت بی خبره وه
دمجاهدینو مشران دچوکۍ اوقدرت دومره لیوني شوي وه چی خپلې پخوانۍ سرښندنی یی له هیره وویستلی دوی داهیرکړل چی جهاد یی دخدای ج درضا په خاطرکړی وه نه دقدرت او چوکۍ لپاره دوی هغه کړنې ترسره کړې چی تاریخ یی هم په لیکلو شرمیږي اوس اتم دثور افغانانو هغه دویاړ ورځ نه بلکی اتم دثور دافغانستان دتاریخ دیوی بلی توری ورځ نوم خپل کړ
کورپه کور کلي په کلي او ښار په ښار جنګونه شروع شول هغه سپیڅلی قران چی دمسلمانو ترټول غوره سرمشق دی په هغه سوګند کول هم په دی مشرانو کومه اغیزه ونکړه ددغو جنګونو په نتیجه کی دهیواد پلازمینی دتاریخ ترټولو ستر جنګونه وزغمل تاریخي اثار لوټ شول تاریخي ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې څوکاله وړاندی که خلکو دروسانو له لاسه مهاجرت کړی وه اوس مجبوره شول چی دمجاهدینو له لاسه خپلې مینی پریږدي
دمالي اوځاني زیانونوترڅنګ بل ډیر ستر زیان ملي وحدت ته ورسید چی دهغه په نتیجه کی په افغان ملت کی قومي،سمتي،ژبني اومذهبي اختلافونو ریښو دومره غزونې وکړي چی ان تاثیرات یی اوس هم لیدل کیږي
پدی وخت کی نو نور په مسجدونو کی نور دمجاهدینو دبریا لپاره دعاګانې نه کیدلي چاپه ځان نوپه ځان نذر نه ایښوده او دپاکستان اوایران ته په سرحدونو يوځل بیا دافغانانو کډې په شاه له لری معلومیدل مګر فرق یی داوه چی مخکی دپردي دلاسه له خپله هیواده وتل خو اوس دخپل وروردلاسه له خپل ټاټوبی نه په تیښته ول
خو تاریخ ته چی لیکلولپاره څه پاتی شول هغه داوه چی تاریخ په خپله پاڼه دواړې ورځي دتورو ورځو په نوم په خپلو پاڼو کی ولیکلې