د افغانستان د زدکړی او اقتصاد لپاره اجماعی دایمی مسوولیت

Posted on at

This post is also available in:

      دایمی اجتماعی مسوولیت، انسان دوستی او زدکړی د ښه ژوندانه لاره ده. یوازی پیسی ورکول، چا ته ښه ژوند نشی برابرولای او د دوی راتلونکی ضمانت هم نشی کولای.


 


      په دی اونی کښی ما له ډیرو هغه کسانو سره چی په افغانستان کی ښوونځی جوړوی وکتل. دوی یو روښانه پلان د دی کار لپاره نلری. دوی یوازی ښوونځی جوړوی او د لګښت لپاره پیسی ورکوی او دا چی وروسته له جوړیدو به څه کیږی، کوم خاص هدف نلری.


 


      کله چی ما د رویا محبوب ویډیو د ناتو له خوا ولیده نو می دا هوډ وکړ چی زه باید په افغانستان کی زدکونکو ته کارو بار د زدکړی تر څنګ پیل کړم او له فلم انکس سره یو ځای کړم او ډیرو خلکوته په افغانستان کی کار ولټوم. فلم انکس یو انترنټی سایت دی چی مسلکی لیکنی او فلمونه خپروی. فلم انکس ۳۰۰۰۰۰ راجستر شوی لیدونکی لری او همدارنکه ډیر لیکونکی او فلم جوړونکی هم لری چی د خپل کار په بدل کی یو څه هم تر لاسه کوی.




      هغه وخت چی موږ د افغانستان انکشافی پروژی پیل کړلی، د فلم انکس سوداګریز پلان مو په لاره واچوه. د لومړی ځل لپاره مو د فلم برداری کامری واخستلی او څو فلمونه او مرکی مو ثبت کړلی. دا فلمونه د (ناتو) او (یو. اس. آی. دی) په هکله جوړ شوی وو ځکه جی دوی مونږ سپانسر کړی وو. بیا مو تقریبا سل نور فلمونه پدی وروستنییو ۵ میاشتو کښی جوړ کړل. همدارنکه په سل ها وو لیکنی هم جوړی شولی او دا ټول د فلم انکس له لاری ، نړی ته خباره شول او د افغانستان د زدکړی لپاره او همدارنګه د انکشافی پروژو لپاره مو څو کی ووردونه (هغه خاص کلمات) هم وټاکل او نور کارونه لکه:


- ۶ د انترنت ټولګی چی ۳۴ نور هم به دی نژدی راتلونکی کی جوړیږی.


- ۲۰۰۰۰ زدکونکی له انترنت سره وصل شول په راتلونکی کښی به ۱۶۰۰۰۰ تنه وصل شی.


- د (ایکزیمر) سافت وییر د زدکړی او اقتصادی ودی لپاره.


- د افغان سپورټی لوبډلو اسپانسرول.


 


      په راتلونکی کی به هم زمونږ مرستی او کار به افغانستان کی ادامه ولری او موږ به د زدکړی او اقتصادی پرمختګونو به برخه کی لا ډیر کار وکړو. زموږ پروژه به په افغانستان کی لا پراخه شی.


 


      د فلم انکس به مرسته به زدکونکی وکولای شی چی له نړی سره اړیکی ټینګی کړی او د نړیوالو له تجربو او زدکړو څخه به ګټه واخلی. په دی پروژه کی به له موږ سره رویا محبوب او فرشته فروغ زموږ افغان همکاران، مرسته وکړی. موږ خپلی مرستی د افغانستان له رواجونو سره سم پر مخ بیایو. زموږ پروژه به له افغانستانه پیل او سهیلی او منځنی اسیا ته به هم وغزیږی.



About the author

TajMohammadAnwari

This is Taj Muhammad Anwari, son of Abdul Wali. I was born on 22/8/1981 in Heart Afghanistan, from 1983 to 1992 I lived in Kabul with my family, and then we returned to Heart province. I studied primary school in Kabul and I continued the remnant in Heart and…

Subscribe 0
160