ځینی خلک امانت ته له ډیر کوچني نظره ګوری دوی فکر کوي چی که چاته یو مادي څیز ورکړل شي او هغه بیرته په سالم ډول وسپارل شي دی ته امانت وایی اوکه چیری په هغه بیرته په صحیح ډول ونه سپارل شي نو دابیا خیانت بولي چی البته دا دامانتداري یوه برخه ده اما دامانت مفهوم اوساحه له دی څخه ډیره پراخه ده
امانتداري په اسلام کی تنهامادي امانتونو ته لکه کمپیوټر ،پیسی ، قلم اونورو داسی څیزونو ته نه اطلاق کیږي بلکی داکلمه معنوي اومادي نعمتونو لکه دين؛ قران ،مقام ،اوبه ،خاوره ،ددین حکمونه ،بچیان،موراوپلار، دبدن غړو،ځواني،اوداسی نوروته ویل کیږي
اسلام خلکو ته لارښونه کوي چی هرهغه څه چی تاسو لرۍ په هغه کی خیانت مه کوی ځکه هرڅه تاسو ته یوه امانت درکړل شوي دي
که مونږ خپل وجود ته وګورو نو وبه مومو چی زمونږ ټول بدن دخدای له لوري یونعمت دی اودبدن هرغړی مو ددی شاهدي ورکوي
که وګورو سترګې چی مونږ پری خپل ښایسته طبیعت ګورواودطبیعت له رنګینیو څخه تری خوند اخلو نو دایولوی نعمت دی چی د مخلوقاتو دپالونکی له لوري مونږ ته راکړل شوي دي اوکه چیر هغه غوښتي وای یاوغواړي نوکولای شي چی دانعمت له مونږ څخه واخلي او مونږ ړانده کړي نوپکاردی چی ددغه نعمت څخه په پوره امانتداري څخه ساتنه وکړو .اوهربد کارچی وینو تری مخنیوی وکړو
بل ستر نعمت چی دالله له لوري راکړل شوی دی عقل دی داهغه ستر نعمت دی چی خدای دهغه په وسیله انسان اشرف المخلوقات وګرځاوه اوهغه ته یی په نورو مخلوقاتو باندی دځمکی په سر لوړوالی ورکړ
انسان ددغه عقل په وسیله ښه اوبد وپیژندل دژوندکولو لاری چاری یی زده کړي خپل پیداکوونکی یی وپیژاند اوډیر داسی نورکارونه یی دعقل په وسیله سرته ورسول چی نورمخلوقات تری عاجز دي خوشته دی داسی ډير کسان چی لاهم ددغه نعمت ز نه پوهیږي اوهغه یی په پوره ډول سره نه دی پیژندلی دوی لاهم دخپل عقل څخه پوره ګټه نه اخلي
همداسی دبدن هرغړی لکه پښی ،لاسونه ،پزه ،خوله اونور ټول دیوه خاص هدف ترسره کولو لپار مونږ ته دامانت په ډول سره راکړل شوي دي
انسان باید دالله دنعتونو په مقابل کی چی ده ته یوه امانت دی خیانت ونه کړي اوهر یوه څخه باید په پوره ډول ګټه واخلي دهغه څه څخه چی دخیانت سبب ګرځي مخنیوی وکړي ځکه هرومرو یوه ورځ دامانت خاوند دخپل امانت پوښتنه کوي
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی