ښځه بی بی حوا ده هغه څوګ چی هغی ته دنړی دمور خطاب کیږی او په حقیقت کی هغه دټولی نړی مور هم ده ښڅه یوه داسی موجود دی چی که نه وی پیداشوی نور نو دانسانو ژوند په نړی کی ناممکن وو ژوند لاڅه چی ددوی پیدایښت هم دانسان دعقل له محدودی حلقی خارج وو .
ښځه هغه خور ده چی همیشه دخپل ورور دراتګ انتظا ر باسی او تر هغه وخته پوری چی یی ورور نه وی راغلی نو ډیره ناقراره او پریشانه وی. او کولای شو ووایو ښځه هغه لور دی چی تل خپل پلار په دوعا ګانو کی نه هیروی دپلار ددعاګانو او خدمت لپاره يوازنی شخصیت چی کولای شو تر بل هرچایی مخکښ وګنو نو هغه لور ده.
او تر هرڅه یی همدغ دمور بلل ددی لپاره په ډیر عزت او منزلت قانع کیدل دی که مور له اسلامی انسانی او عاطفی له اړخه ښه وڅیړو نو لیدل کیږی چی دډیری لوړی مرتبی خاونده ده.
مونږ په خپل اجتماعی ژوند کی له هغه چا ډیر خوشحاله وو څوک چی زمونږ ډیر خیال ساتی او زمونږ ډیره پالنه کوی نو اوس تاسی ووایی چی په نړی کی تر مور چا ستاسی ډیره پالنه کړی او تر هغی یی ستاسی ډیر خیال ساتلی ؟ که اسلامی احکام هم مطالعه کړو نوهلته یی هم تر نو رو انسانانو قدر ډیر دی په قرآن کی راغلی دی چی جنت دمور او پلار د پښو لاندی دی یعنی که چیری مونږ خپل ځان دمور پښو لاندی ځانونه ونه غورځوو نشو کولای چی جنت ته ځانونه ورسووږ
او مور څوک ده مور هم یوه ښځه ده داسی یوه ښځه ده چی دهغی په قدر ستر ګی نشو پټولای نو او پرمونږ ډیر زیات حقونه او وجایب لری نو بیا ولی دښځو حقونو ته پام نه کوو ؟ آیا مور ښځه نه ده؟ په حقیقت کی ټو ل په دی پوهیږی مګر بیا ورته پام نه کوی دتعلیم حق چی په اسلام کی هم ورته پری امر شوی دی نه ورکوی او ځینی نور داسی بین المللی حقونه دی چی هغه ته په اسلام کی هم حق ویل شوی دی نه مراعت کوی داهغه ستونزی دی چی باید حل شی اوروته دپای ټکی کیښودل شی کنه نو ټولنه په یوظلم او بدبختی کی لاهو کیږی .