یو قدم مخته د نوینه زده کړی په لور باندی او پایداره زده کړه

Posted on at


دغه ځلی غواړم د یو پاک او مقدسه ځای په اړه خپلی خبری پیل کړم!


ستاو په نظر باندی کوم ځای به اوسی؟ نه فقط پاک او مقدسه٬ مګر آرامه هم دی زموږ د شخصیت واکمنی لپاره٬ د هغه مهربانی او صبر سره یی چی موږ روزوی او موږ د خپلو هیلو په لور مو هدایت کوی او په هر قدم کی زموږ په مخ کی ولاړ دی چی ونلویږو او یا هم شاته ولاړ نشو٬ ولاړ دی ترڅو چی زموږ لاس ونیسی او زموږ تکیه اوسی.


زما په نظر باندی ټول د پوهی ملګری همدغه وایی چی هغه ښوونځی دی او هم همداغه دی او بس!


هو٬ ښوونځی پاک دی د اولادونو روزنی په خاطر باندی مقدسه ځای دی ځکه دغه ځای زموږ اولادونه په خپله لمنه کی روزوی او ټولني ته یی وړاندی کوی.



د مورانو اولادونو استعدادونه موندی او هغوی په ډيره ښه توکه په خپله لمن کی یی روزوی. د ماشوم لومړیو قدمونو ایښودلو سره دغه نړی ته٬ هغوی د ژوند ګډوډ لارو سره آشنا کوی او هغو ته یی ورزده کوی چی څرنکه فکر وکړی٬ څرنکه تصمیم ونیسی٬ څرنکه وټاکی او څرنکه خپل فکر٬ تصمیم او ټاکنی ته ورنیږدی شی او دهغو لاسته راوړلو لپاره په لومړی ځل کی کوم  قدمونه باید واخلی.



په حوض کرباس ښوونځی کی چی زه یو هغو یو وړوکی غړی یم او متفاوته د نورو پروګرامونو نه هغوی ته زده کړه ورکوم چی هماغه هم د ښځو واکمنی ده چی دوی په خپل اراده باندی معتقده کوی. دغه یو ښه وخت د دغه ښوونځی زده کونکو لپاره چمتو شوی دی ترڅو چی د ورځی نویو پروګرامونو څنک سره د کامپیوټر او اجتماعی رسانو زده کړی هم تر سره کړی٬ او د افغان نجونو لپاره یی دغه وخت چمتو کړی دی ترڅو چی په خپل کور کی ولیکی او پیسی لاسته راوړی. چی دا ټول د افغان سیټادل شرکت او انکس فلم اجتماعی رسانی د همکاریانو نه دی.



په تیره اونۍ کی دغه ښوونځی خپل دروازه یی د کوچنیانو په مخ باندی خلاصه کړی وه او څومره ښکلۍ وو چی د دغه اونۍ په جریان کی لیدل کیدل چی ټول ماشومان د خپل پلار او مور سره ښوونځی ته د  نوم لیکنی لپاره راتلونکی تعلیمی کال ته راغلی وو. او هم جالبه وو ځکه هغه زده کونکی چی د ځینی مضامینو نه پاتی شوی وو د خپلو مشروطی آزموینو لپاره ښوونځی ته راغلی وو ترڅو چی وکولی شی راتلونکی کال بیرته په موفقیته توکه سر ته ورسوی٬ او د خپلو قدیمی ملګرو څنک سره خپلو درسونو ته دوم ځلی پیل وکړی.



د درسی پروګرامونو ادامه کی په دغه اونۍ کی د ورد پروګرام خلاصیدلو سره د هغوی ته آزموینه ونیول شوه او په موفقیته توکه ټولو زده کونکو خپله آزموینه یی تیره کړله. او وروسته د هغو نه زده کونکو ته په ټویټر اجتماعی پاڼه کی حساب جوړ شولو٬ او د ټویټر ټولی برخه په پراخه توکه باندی آشنا شولږ او په هغه ورځو کی چی برق قطع وو د زده کونکو سره مو د مقالو باندی کار وکړلو او ټولو زده کونکو ته د مقالو لیکلو په اړه کافی مالومات ورکړل شول ترڅو چی وکولی شی په حرفه یی توکه باندی وروسته د دۍ نه مقالی ولیکی. 



زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنی بلاګونو لیدلو لپاره په لاندی لینک باندی ټک ووهی: http://www.filmannex.com/Hozakarbas-Herat



About the author

Hozakarbas-Herat

The Houz-e-Karbas High School was founded in 1962 in Afghanistan. The all-girls school has approximately 4000 students, 92 teachers, 5 senior teachers, one education manager, and one administrator. Many classes are taught in tents. Film Annex built the first Internet classroom at the Houz-e-Karbas High School in May, 2012.

Subscribe 0
160