د امنیت دسولیت لیږد او امنیت تامینول

Posted on at


 همدا اوس ، تقریبا ۷۵ سلنه د امنیت دټینګولو مسولیت دهیواد امنیتی ځواکونو پرغاړه ده ، او تر دوو کالو پوری دټول هیواد امنیت دتامین مسولیت د هیواد کورنی ځواکونه پر غاړه اخلی .


       امنیت څه شی دی :


امنیت ، یعنی د ډار او ویری پرته ژوند کولو ته وایی . خوشحاله ژوند تیرول او زور زیاتی پرته په ټولنه کی اوسیدل امنیت دی .


 


امنیت ، هغه وضعیت ته ویل کیږی چی د ټولنی غړی په آزاده توګه کار وکړی  انتخاباتو کی برخه واخلی او آرامه ژوند وکړی . پولیس او نور امنیتی ځواکونه  مسولیتونه لری ترڅو د جنګ او جګړی ، ځورونی ، شکنجی، خشونت او د خلکو دحقوقو د نقض کولو مخنیوی وکړی . او هیچ چاته اجازه ورنکړی چی چوک د چا آزادی او حقوق تر پښو لاندی کړی .


 


که چیری پولیس دهیواد دښمنانو پرپیژندنه پاتی راشی او دهیواد دترقی دښمنان تعقیب و نکړی او زندانی و نکړی نو په حقیقت کی د امنیت په تامین کی کامیاب نه دی .


پولیس هغه وخت  کامیابی ترلاسه کولای شی چی د امنیت دښمنانو څخه درسته شناخت او پیژندنه ولری ا و د  وحشیانه حملو مخه ونیسی َ، او د دښمنانو د تخریبی فعالیتونو مخه ونیسی .


 


پولیس باید دهیواد دښمنانو ته وخت ورنکړی چی مکتبونه ، روغتونونه ، دولتی او غیر دولتی ودانی ، تاریخی آو لرغونی آثار ، دخلکو کورونه ، دوکانونه او تجارتی مرکزونو ته اور واچوی او یا تخریب کړی .ځکه دا ټول دافغانستان دخلکو سرمایه دی . څومره چی ورانی او تخریبی اعمال ډیر شی ، نو پرهغه اندازه بیوزلی ، لوږه ، غلاګانی د خلکو پر حقوقو تیری او همدا رنګه جنګ جګړی په هیواد کی زیاتیږی .


 


په همدی صورت کی په هیواد کی تروریستان او د خلکو دښمنان حاکم کیږی او بیا هغوی هررنګه ظلمونه ، جرمونه ، جنایات واو خیانتونه چی زړه وغواړی په خلکو باندی تحمیلوی او دهیواد مادی او معنوی سرمایو ته ضرر رسوی .


د نتیجی په توګه ویلای شو چی د امنیت د انتقال د پروسی د بشپړیدو وروسته  د پولیسو مسولیت ډیر مهم ګنل کیږی ، باید پولیس په خلاصه سترګه او بیداری باندی د دښمنانو پر وړاندی په ټول قوت او قدرت مبارزه وکړی .


 


 


 


لیکوال: خان آقا فیضی



About the author

160