د افغانستان فرهنګ

Posted on at


د افغانستان فرهنګ
کچیری وغواړو چی د فرهنګ په باره کی معلومات تر لاسه کړو نو فرهنګ په ساده توګه تعریفوو د فرهنګ تعریف : د یوی ټولنی فرهنګ د هغه ټولنی له ټولو مادی او معنوی شتمنیو څخه عبارت دی چی په مادی شیانو کی قالین بافی ، نجاری ، معماری ، نقاشی او داسی نور دی او په معنوی شیانو کی حقوقی ، اجتماعی او اخلاقی موضوع ګانی شاملی دی


د افغانسان خلک هم د بیلا بیلو د ولایتونو په سطحه هم لږ څه تغیر لری .
د افغانستان د خلکو مادی شیان لکه قالین بافی چی په دی صنعت کی یی ډیر پر مختګ کړی وو او زیاتره هغه قالین چی په افغانستان او جهان کی ډیر شهرت لری د آقچه او اند خوی قالینی دی چی په ۱۳۵۶ کال کی لومړی مقام په جهان کی تر لاسه کړو تنها قالینی نه دی چی زمونږ د ګران هیواد افغانستان فرهنګ یی لوړو پوړو ته رسولی دی بلکی د هغو تاریخی او نوو شیانو چی د افغانستان د حرفه کارانو په واسطه جوړ شوی دی لکه جوماتونه ، کلا ګانی ، کورونه ، دیوالونه او داسی نور ځایونه دی چی د معماری نقاشی او نجاری د هنرمندانو په واسطه دومره په زړه پوری جوړ شوی دی چی نړیوال شهرت یی لاسته راوړی دی چی دا د افغانستان د فرهنګ یوه ښه برخه ده او بله هغه برخه چی زموږ فرهنګ یی تکمیل کړی دی هغه معنوی شیان دی چی هغه زیاتر د خلکو په رسم و رواج پوری اړه لری په دی برخه کی د خلکو متقابل احترام یو د بل سره مینه کول دی د افغانستان د خلکو له مهمو چارو څخه د میلمه پالنه ده چی په ډیره مینه د هغه احترام کوی او کله چی یو میلمه د یو افغان کور ته ورشی نو د هغه ډیر احترام کوی او د خپل وس او توان په اندازه خوندور خواړه تیاروی چی دا یوه ساده بیلګه ده تر ټولو هغه شی چی د افغانستان فرهنګ ته یی ښکلا وربښلی ده هغه د اسلام مبارک دین دی چی د انسانانو تر منځ یی یو بل ته درناوی احترام مینه او د نیکو کارونو کول یی د فرهنګ یوه ښه برخه ده او ناروا او بد کارانو یی حرام ګرځولی دی او ددی سبب شوی دی چی خلک له بدو کارونه څخه نفرت کوی نو د اسلام مبارک دین ددی سبب شوی دی چی یو بشپړ او ښه فرهنګ ولرو.


TAGS:


About the author

160