په افغا نستان کې دمو کراسي

Posted on at




د افغا نستان نوېي نظام یو دموکراتیک نظام دي. د افغا نستان سیاسی نظام د دموکراتیک افغا نستان اساسی قانون تا کلې دي. دموکراتیک نظام د خلکو نظام دي. هغه نظام دی چه د ټاکنی صلاحیت،د حکومتونو لری کول، قانون جورول او نورمهم پریکړه د خلکو له خوا کیږي. خلک د ټاکنی په ګدون کولو، دهیواد ټولواک، د ولسي جرګی غړي، ولایتي جرګو غړي او د ولسوالي جرګوغړي ټاکې.


د قانون حاکمیت د دموکراتیک حکومتونواساسی عنصر ګنل ګیړی. دموکراتیک نظام د قانون د پلې کولو نه پرته نه پاتي کیږي. د قانو د پلې کولو لپاره د هیواد دري قوي(دولت، پارلمان او ستره محکمه)باید لاس سره یو کري.


دولت او یا اجرائیه قوه، اجرائي چارو دنده په غاړه لړي، لکه:د قا نون پلې کول، د خلکو ساتنه، د هیواد دښمنانو له منځه وړل او په هیواد کې نظم راوړل


پارلمان د قانونګذاري دنده، او د دولت او قضائیه قویې په چارو باندي کتنه په غاړه لړي اوهم د خلکو په استازیتوب د دری قویې چارو په غاړه لړي او تر ټولونه برسیره باید د خلکو ګته په نظر کې ولړي.


قضائیه قوه د قضاوت دنده لړيدخلکود دعوا فیصلی، د اشخاصو، او سا زمانونو پر وړاندي حکم صا درول. د ظالم او جنایتکارو خلکو پر وړاندی حکم کول د قضائیه قویۍ نورو دندو څخه دي.


د پورتنی دری قوی مهمه دنده د هیواد د خلکو ساتنه دي. چه  خلک نه وي حکومت پارلمان او قضائیه قوه هم شتون نه لري. دغه دري قوی باید د خلکو د خپلواکې  حقوقواو امنیت ساتنه وکړی. د ځیني ستونزو سره سره، لکه د قانون د پلې کولو په تولو خلکو، امنیتي ستونزو، په هیواد کې و. د قا نون او د بشري حقونو د نه پلي کیدو او نور، افغانستان یو دموکرا تیک هیواد دي. د خلکو د دولتي سازمانونو د یو ځای کیدو او د دولت د ټولو غړو دهلې ځلې په مرسته کولاې شو په دغه ستونزو باندي بریالی شوپه دغه حال کښي موږ کولای شو د یوه دموکراتیک او د خلکو حکومت لکه د نړۍ د نورو دموکراتیک هیوادنو ولرو.


ددموکراسي او انسانی ارزښتونو، د قا نون پلې کول او د امنیت ټینکول د افغانستان د پولیس د مهمو دندو څخه دی. پولیس تر ټولو نه ښه پوهیږي ترڅو چه یو زورور او بریالی پولیس ونه لړو په هیواد کې امنیت ټنګولای نه شو. په دغه حال کښي د خلکو حقوق له منځه ځي. د خلکو خپلواکې د هیواد دغلیمانو په وسیله تر پښو لاندي کیږي او په هیواد کې ډول ډول ستونزي منځ ته را ځي.


 



About the author

sami2014

Kabul University,
Faculty of Journalism

Subscribe 0
160