ګران قیمت ترینه هنری کارونه

Posted on at

This post is also available in:

آیا باور کوی چی د سیزین (Cezanne)  نقاشی د قطه بازارنو څرګندکونکی٫ د ټولو وختونو ګران قیمته ترینه نقاشی ده چی په د ۲۵۰ ډالرو نه پورته خرڅول شوی ده؟ د دغه شمیره ښکلا دوه برابره یی کوی چی د قطر شاهی کورنۍ باندی د آپریل میاښت ۲۰۱۱ کال کی ثبت شوی ده.

د دغه شمیره لیدلو سره متعجبه شوم چی د نړی ګران قیمت ترینه هنری کارونه په ویژه نقاشی کی په معاصر نړی کی کوم اوسی؟

دوېمه نقاشی په دغه لسټ کی د جکسن پولاک (Jackson Pollock)  ښکلی اثر د پنځمی شمېری سره دی چی په ۱۹۴۸ کال کی نقاشی شوی دی چی په ۱۶۱.۷ میلیونه ډالره خرڅ شوی دی. دغه د نړی ګران قیمت ترینه نقاشی ده چی د هالیوود با نفوذه دیب ښاغلی دیوید ګیقن (David Geffen) باندی اخیستل شوی دی او وروسته دیوید مارتینز (David Martinez) د مکزیکی لوی وام ورکونکی ته خرڅ شوی دی. 

وروستنی نقاشی په دغه لسټ کی په نامه د (درې مېرمنی) باندی دی چی د ویلم دی کونینگ(Willem de kooning) اثر دی. او په ۱۹۵۳ کال کی نقاشی شوی دی. دغه هنری اثری په ۲۰۰۶ کال کی استیون ای کوهن (Steven A Cohen)  ته په ۱۵۸.۸ ډالره باندی خرڅ شولو. دغه ښکلی نقاشی یو د د تهران معاصر هنری موزیم٫ شپږو هنری مجموعی نه دی دغه یو ښکاره هنری اثر د ننه آزموینی نه دی. 

وروستنی جالبه نقاشی چی موږ ټولو هغه یو رنګه په ژوند ک ی مو لیدلی په نامه د لی ریو (Le Reve) چی د پابلو پیکاسو (Pablo Picaso) اثر دی. پابلو پیکاسو دغه ښکلی اثر یی په ۱۹۳۲ کال کی جوړ کړی او په ۲۰۱۳ کال کی د ستیون ای کوهن(Steven A Cohen)   باندی په ۱۵۵ میلیون ډالره باندی اخیستل شوی دی. 

وروستنی نقاشی چی د پیکاسو نقاشی پسی راځی د آدیل بلاچ بویر (Adele Bloch Bauer) عکس دی چی د ګاستاو کلیمت (Gustav Klimt) باندی په ۱۹۰۷ کال کی جوړ شوی دی. دغه اثر په ۱۵۴.۹ میلیون ډالره باندی رونالد لودر ((Ronald Lauder او نیا ګالیری (Neue Galerie) ته خرڅ شوی دی. 

آخری نقاشی په دغه شپږ برتره مجموعه کی په نامه د داکتر ګاچر (Gaucher) د ښاغلی وینسنت وان ګو (Vincent van Gogh) اثر دی. دغه ښکلی نقاشی په ۱۴۸.۶ میلیون ډالره باندی په ۱۹۹۰ کال رویی سیاتو (Ryoei Saito) ته خرثه شوه. 

د دغو ټولو لویو شمېرو ویلو سره کولی شم د دغه نړیواله لویو اثرونو لرو خوشالی تصور کړم. هغه شی چی د دغو نامتو نقاشیانو نه ډیر خوښ لرم٫ هغه قصه ده چی په پکی شته٫ که څه هم د نقاشی نه اوسی او یا د هنرمند نه یی.

موږ باید کوښښ وکړو چی که وان ګو٫ بیکاسو٫ متیسی نامتو لوبغاړو غوند اوسو. ژوند پرته د هنر نه خسته کونکی او زړه تنګونکی ده.

 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160