دهیواد تکړه اوخوږژبی سندر غاړی ښاپیری نغمه چی له څو لسیزو راهیسی دهیواد دهنر لپاره زیار باسی او دهنر میدان یی په افغانستان کی ګرم ساتلی دی او پدی برخه کی یی زیات کوښښ او خد مت کړی دی مګرپه تیرو کلونوکی دهیواد سیاسی وضعی ته په کتو په ټوله کی زمونږ فرهنګی اوادبی او ځینی نوری برخی دترقی او پیشرفت له پلوه دومره نوی پیاوړی شوی په خاص ډول دهنر او موسیقی برخه خو بیخی په ټپه ولاړه وه.
دموسیقی هنراو هنر مندانو ته خو دپښتو ژبی دی متل په رښتیا هم صدق کاوه چی وایی ما په آسمان غوښتی خدای پرځمکه راکړی یعنی دهنر مندانو ژوند په افغانستان کی تریخ وو بلکه ویلی شو چی ژوند یی نشو کولای میرمن نغمه هم یو له دغو کسانو څخه وه نور یی نو په کور دننه ژوند نشو کولای نو له همدی امله یی له وطن څخه کډه وکړه او امریکا ته ولاړه مګر هغه هیڅکله هم نا امیده نشوه او په امریکا کی یی خپل هنری ژوند ته ادامه ورکړه او له هغه ځایه یی هم خپلو مینه والو ته زیاتی سندری وویلی.
دوخت په تیریدو سره کله چی دکرزی حکومت منځته راغی نو ورسره دافغان هنری ستورو هم ځلا واخیسته دهنر هغه په ټپه ولاړ کاروان یوځل بیا روان شو او ډیر افغان هنر مندان بیرته خپل هیواد ته راستانه شول میرمن نغمه که څه هم بیرته خپل هیواد ته را ستنه نه شوه مګر څوځلی یی هیواد ته سپرونه کړی دی او نوی البومونه یی ډک کړی چی دخلکو له تود هرکلی سره مخامخ شوی دی ددی هنری ژوند ته په کتو دافغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت تیره ورځ میرمن نغمه په رسمی ډول سید مخدوم رهین ددی وزارت وزیرلخوا دافغانستان دهنر دښاپیری په نامه ونومول شوه او دهنر لپاره یی دهغی لاسته راوړنی دپام وړ وبللی.
که ښه زیر شو نولیدل کیږی چی په تیرو لسو کلونو کی دافغانستان دهنر او هنر مندانو ښه پالنه وشو نوی سندرغاړی دی میدان ته راودانګل چی دښه ځواک او استعداد خاوندان دی چی مونږ ورته دهنر ستوری ویلی شو دفلم جوړولو لپاره هم زمینی برابری شوی حتی دهنر مندانو دروزنی لپاره ځایونه هم جوړ شول چی په زړه پوری سندرغاړی یی وروزل او همدغه سندرغاړی اوس دډیرو خلکو په زړونو کی ځایونه لری او دهنر کاروان یی ډیر تیز پرمخ روان کړی دی.
لیکوال: خوانی همت