دولت د خلکو د ارادی ښکارندوی او تمثیل کوونکی

Posted on at


لومړی برخه


دولت په ټولنه کې د عدالت د تامینوونکې د لوړې او ځواکمنې مرجع په توګه اود چارو دسمون یوازیني نظام په توګه په هیواد کې د ډاډمن امنیت د تامینوونکي او د قانون د نافذولو عملی کونکی ځواک دی ، د خدمت کولو دغه دستګاه د خلکو د اکثریت د ارادی د تمثیلوونکي په توګه هغه وخت کولای شی د ملت هیلې او ارمانونه پوره کړي چې بنسټ یې د قانون په ټینګوستنو ولاړ وي ، ځکه د یوه قانوني او مشروع دولت په چوکات کې کادرونه او چارواکې هم د پوهی او لیاقت له مخې منځته راځي او د دوی ټولې پریکړې او کړنې هم د همدغو اصولو په چوکاټ کې کره کیږي او د تحقق وخت پیداکوي


.


هغو چار واکوچې هېواد او ملت ته د خدمت په موخه پر دولتي څوکیو خيټې آچولي وي اوهغه ملتونه چې د دوي او د کړنو او عملونو څارنه کوی په ډیرې کوچنۍ تېروتنې یا خپله پوهیږی او استعفا ورکوي یا هم د خلکو د ناراضایتۍ د فشار له امله له مقاومت پرته  ځانونه ګوښه کوي.


په دی ډول شرایطو کې چې د بې کفایتۍ  او فساد مخه  مخکی له دی چی پراخیتیا ومومی ونیول شي او د بحران او د ټولنیز پا څون لپاره کوم لاسوند د خلکو او نظام د مخالفینو او د نا امنۍ د عناصرو په لاس نه ورکوي.



دغه ملي اصالتونه د هغو د هغو دولتونو  په باب صدق کوي  د دوي د پیدایښت منبع او تکیه ځای دلوی خدای په اراده او پر ګنو په رایه وي خو هغه نظامونه چې د بهرانیو قدرتونو دګټو پر مصلحت او د نورو په اشاره منځته راغلي وي ، له دې پرته بله لاره نه لري چې خپل ټول پلانونه او کړه وړه د دوي په خوښه او مشوره طرحه کړي ، ددغه شان دولتونو ټول کړه واړه د هغو قدرتونوتر کنترول او څارنې لاندې وي چې دوي یې منځته راوړي دي  نو د غه شان نظامونه ددې وس او توان نه لري چې دملي اهدافو په لاره کې ان یوګام هم پورته کړي چې په هغو کې د خلکو اراده او ملي ګټې نغښتې وي.


څرګنده ده چې د پردیو د ګټو د ساتونکو دولتونو چارواکي  نه په خپله د ملي پروګرامونو او طرحو د تحقق او خدمت کولو مینه لري ا و نه داسی اجازه دوي ته ورکول کېږي


.


همدا وجه ده چې وګړنیزو نیوکو اعتراضونو او ان پاڅونونو ته پاملرنه نه کوی بلکې ځینې وختونه د ډموکراسۍ په نامه  په ډاګه  د خلکو د نارضایتۍ د بیانولو په خاطر وسایل او پراخې زمینې برابروي او خلکو ته وخت ورکوي هغه څه چې غواړي ویی وایې خو په خپلو غوږنو کې د غفلت مالوچ ږدی اویا په ټولنه کې په ډول ډول ټګۍ برګۍ د خپلو اود خپلو بادارانو د ګټو کړنلارې پرمخ بیایې دغه کړنلاره په دې خاطر دوي ته په زړه پوری ده چې خلکو نا خواښي او کینې نه زیاتیږي او ژر تر ژره چاودیدونکی حالت نه غوره کوي د دې کار واقعیت هم همدغه دی ، که چیرې یوه ملت ته په ازاده توګه د ساه ایستو وخت ورکړ شي چې د ټولنیز ډول ډول فساد له امله خپل دردونه او کړاونه په لوړ غږ بیان کړي په دوي کې د تاوتریخوالي عقدی په چټګۍ سره ریښې نه زغلوي او د وژونکو بمونو په څیر ژر نه چوي


ادمه لری


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منکل



About the author

160