اوږدمهالی او لنډ مهالی ودونه

Posted on at


     د طبیعی پوهنو ماهرین د عناصرو ترکیب دوه ډوله ګني، یو تلپاتی، بل لنډ مهالی ترکیب. وایی: که په عناصروکې ترکیبی میل زیات شو، د دغودوو عناصرو له پیوند څخه یوثابت او تلپاتې موجودجوړیږيچې ژر یو له بله نه بېلېږي. د دوی په وړاندې یو کمزوری ترکیب هم شته چې تر څه مودی وروسته سره  او هر یو غړی خپله لارنیسی

    د هلک او نجلی واده په حقیقت کې یو ترکیب دی چې د دوو انساني ، یانې نارینه او ښځې تر مینځ تر سره کیږي. پخوا به دغه پیوندونه د فطري غوښتنو له مخې تر سره کېدل، فطري غوښتنه به له وجدانی اودینی انډولونو سره برابرېده، دغه پیوندونه به اوږد مهالی وو، بېلتون به د ننګ او رسوایۍ داغ ګڼل کېده، ښځوبه ویل: د خاوند کره له پړونی سره راغلي یو، باید له کفن سره ترې ووځو. څرنګه چې طلاق یې یو ډول رسوایي ګاڼه، نو خاوند او میرمن به اړ وو چې خپلو هوسي غوښتنو څخه تېرشی او یو لړ نیمګړتیاوو په وړاندې زغم ولری. له دې کبله زیاتو کورنیو په خوښۍ او نیکمرغۍ کې ژوند کاوه، په کورنی کې به شخړې او لانجې نه وي، که کوم اختلاف به رامنځته شو، دانسانی اصولو، عاطفې، زغم اوزړه سوی په رعایتولو سره به یې پاېته رساوه

  

خوله بده مرغه اوس چې زموږ په ټولنه کې یوه لویه بلا رامنځته شوې، هغه لنډ مهالی ودونه دي

     هر ځای دا خبره اورېدل کیږی: پلانۍ له خپلو څلورو، پنځو اولادونو سره له خپل خاوند څخه طلاق واخیست، په هغه مورنۍ کې چې لایې له واده څخه څو ورځې تېرې شوې نه وې بېلتون راغی، دغه موضوع روښانوی، د دغه ډول پېښې زیات دي. سمه سرشمیرنه دغه موضوع روښانوی، د دغه ډول طلاقونووجه دا ده چې په ټولنه کې د  هوس، یو بدرنګ شهوت او دغه ډول بل لاملونه، داڅرګندوي چې په دې ډول نه شو کولای د یوې نیکمرغې کورنی بنست کښېږدو

  "نویسنده زحل "آرزو

 

 



About the author

160