په اوسنی وخت کې د ژوند بنست

Posted on at


 

     علمی پرمختګونه اوسنی ژوند تر پخوا زیات ممتاز کړی ،اوس یوې ټولنې د وګرو تر منځ اړیکي ډېری نژدی شوي، د فردي کار او فردی ژوند ټغر ټول شوی، ژوند هماهنګی پرمحور څرخي، که مومبالغه نه وي کري، اوسنی نړی دیوې کورنی په واک کې ده

     په یوه کورنی کې ټول غري یو او بل ته اړدي هیڅوک په بېلتون کې ژوند نه شي کولای، واړه او کوچني په یوه او بل تړل شوي، همدغسي د نری ټولني هم یو د بل په نیکمرغیو او بدمرغیو کې شریکی دي

    

که پخوا به زموږ د هیواد په کوم ګوټ کې کومه پیښه کیده، د څو میاشتو تر اوښتو وروسته به د نورو تر غوږونوپوری رسیده

     خو، نن که د نرۍ په هر ګوټ کې پیښه، که هر څومره وړه اوبې ارزښتنه هم وی، ترلنډ مهال وروسته ټولې نړۍ ته رسوا کېږی، دا که د فرانسې د کومې خیاطۍ د جامو مډل وی او که د کومی نڅاګری نجلۍ نڅا. همداراز که د کوم هیواد دیوې نجلۍ او یا هلک عصیان او بغاوت

     په هر صورت، د تمدن پرمختګ ډیر پړاوونه وهلي او په نننیو ټولنیزو، فرهنګي او افتصادي چارو کې یې یو بدلون رامنځته کړی دی.خو په هماغه کچه یې ستونزی هم راولاړې کړی دي، چې یوه یې هم د ښویېدنو او ګناهونو پراختیاده

     

که تېر یا پخواني ژوند هر څومره ساده او بې آلایشه و، په هماغه کچه یې انحرافی جنبی هم لږې وې، خو دتمدن په پراختیا سره دفساد او تباهی لاملونو هم پراختیا موندلې ده،نو ځکه د پیغلواوزلمیو دروزنی لار ستونزمنه ښکاری

       اوس د (محدودیتونو، ګواښونواو سختیو) په منطقونو نه شو کولای د ځوان نسل د بیلاریومخه ونیسو، ټو لنې مینه وال پلرونه او زړه سواندي مرستیالان باید د تفاهم د روحيی په رامنځته کولو، همدارازداټوم د عصر له اصولو او طرحو سره سم له هر ډول امکاناتو برخمن شي

      

هغه کسان چې له ځان او ژوند سره مینه لري او غواړی په یوه سالم چاپیریال کې ژوند وکړی، باید لومړی دا هڅه وکړی چې د خپلې خوښې چاپیریال جوړ کړي، وروسته دې د ژوند او ځان د هوسایۍ په سوچ کې شي. که نه نو میندې او پلرونه دې دی ته په تمه وي چي څه وخت یې دفساد سیل په اولادونو پسی راځی، که په کومه ورځپاڼه کې د ورکوشویو یا فاسدو شویو نجونو او زلمیو په اړه څه لولی، نو باید پوه شی چې دغه ډول بد مرغۍ به په دوی پسی هم راځی

 

 

 



About the author

160