داسلام په مقدس دین کی مسلمانانو ته دوه ستری خوښۍ ورکړل شوی دي چی یوکوچنی اختر اوبل یی لوی یا غټ اختر بولي وړوکی اختر چی دروژی دمبارکی میاشت څخه وروسته راځي ځکه چی مسلمانان دیوی میاشتی لپاره له سهارڅخه ترماښآم پوری نه څه خوري اونه څه څکي اوټوله میاشت دخپل رب په عباداتوکی تیروي چی خدای ج هم دوی ته ددغه سترصبر په مقابل کی داخوښي ورکوي.
بل هم لوی اختر دی چی په دی کی هغه مسلمان چی دقربانی کولووس اوتوان لري قربانی کوي اوترڅودخپل رب شکر اداء کړي البته دقربانی کولوترشا هم یوستردعبرت اوپند څخه ډک رازپروت دی هغه داچی کله خدای پاک خپل پیغمبرحضرت ابراهیم ع ته امر وکړترڅوخپل ګران اویواځینی زوی حضرت ابراهیم ع دخپل رب لپاره قرباني کړي اوهغه هم بی لدی چی کوم څه ووایی دخدای ج امرته غاړه کیښوده اوهغه یی دقرباني ځآی ته یوړ خوکله چی یی دهغه پرغاړه چاړه تیروله نوچاړی انکاروکړاوویی ویل چی ماته امرشوی چی داسماعیل یو ویښته به هم نه ضایع کوم په همدی حال کی جبراییل ع دجنت څخه یوپسه راووست ااوویی چی ای ابراهیمه «ته دخدای ج په امتحان کی کامیاب شوی »اوهغه پسه یی قربانی کړ.چی اوس هم په هغه مسلمانوچی دقرباني کولووس ولري قرباني واجب ګرځول شوی ده اوهمدارنګه امرشوی دی چی یوه برخه ددغو قربانیودغوښوڅخه بایدپه فقیرواوبی وسه خلکو وویشل شي چی ډیرسترفضل لري.
بل هم دحج مراسم دي چی لوی اختر په خوشحالي کی نوره هم خوښي زیاته وی حج چی داسلام دمبارک دین دبناوو څخه پیځمه بناء ده اوپه هغه مسلمانانو چی دتللووس ولري په ټول عمرکی یوځل فرض شوی دلوی اخترپه شپواورځوکی سرته رسیږي چی حاجیان په دغه ورځوکی دلوی خدای ج عبادت کوي چی داعبادات دسعودي عربستان په دوه ښارونو مکه معظمه اومدینه منوره کی سرته رسیږي اوهمدارنګه دمسلمانانولپاره سترمقدس ځای یعنی کعبی شریفی طواف کوي .
البته په دواړو اخترونو کی مسلمانان دوه دوه رکعته لمونځ چی داخترلمونځ په نوم یاديږي هم اداء کوي .ټول مسلمان یوبل ته مبارکي ورکوي یودبل کورونوته ځي اوهرڅه چی تیاروي یوځای یی سره خوري مشران کشرانوته داختر شیرینی چی عموما پیسی وي ورکوي.
په لغمان ولایت کی اوخصوصا زمونږپه کلی کی دلوی اخترلمانځل په دی ډول دي چی داخترلپاره نوی جامی کوي اوهغه چی نوی کالي یی نه وی کړي پاک کالي اغوندي داختر په شپه ښځی اوحتی ځینی نارینه هم خپل لاسونه اوپښی په نکزیزوسره ښایسته کوی داخترپه سهار وختی وروسته له لمانځه څخه دسهارډوډۍ یوځای په مسجدکی سره خوري اووروسته له هغی یوځای ټول هدیروته خپلومړوته ددعاءکولوپه خاطر ورځی کله چی بیرته راشي نوي کالي اغوندي اومسجد ته ځي دلمانځه څخه وروسته یوبل ته مبارکي وایی اوخپلوکورونوته ځي چی دکورغړي هم یوبل ته مبارکي وایی البته ماشومان مخکی له دی چی داخترلمونځ وشي یودبل کورونوته ځي اوهلته دکوروالاوله خوا یو څه ورکول کیږي خو دپخواپه نسبت اوس مهال دادود کم رنګه شوی دی ماشومان اوس دومره دیوه بل کورونوتګ راتګ نه کوي داخترپه لومړۍ ورځ خلک عموما دومره نه ګرځی ځګه چی په قربانی کولوکی مصروف وي چی غوښی یی په دری برخوویشل کیږي یوه برخه یی هغه چاته چی قرباني نه وی کړي ورکول کیږي دوهمه برخه یی دځان لپاره اودریمه برخه یی خپلوانو ته ځانګړی کوي.
خوپه پاتی ورځوکی بیاخلک دیوه اوبل کورونوته ډیرځی اوخصوصا هغه خلکوته چی سپین ږیري وی خلک داحترام په خاطرورځي مشران کشرانوته اخترشیریني ورکوي همدارننګه هغه میرمنی چی واده شوی وي دخپلوپلرونوکورونوته ضرورورځي .ماشومان ټالونه اچوي چی دماشومانوترڅنګ ځوانان هم پکی زانګي ،همدارنګه میلوته ځي اوهلته مختلف ډول لوبی ترسره کوي .
خودیادونی وړده چی په دی وروستیوکلونوکی داختر لمانځل کم رنګه شوی دي اوخلک اوس د پخواپه اندازه دیوه اوبل کورونوته دومره نه ورځي.
(لیکوال:عبدالرحمن (الکوزی)