ولی دروغ وایو؟

Posted on at




دروغ هغی وینا ته وایی چی په اصل کی هیڅ وجود ونه لري یا په هغه څیر چی ویل کیږی هماغه شان سره نه وي .سره ددی چی دروغ ویل ډیر بد عمل دی اودروغجن کس ته په ټولنه کی په ښه سترګه نه ګوري اوخلک یی په خبرواعتبارنه کوي خوبیاهم ځینی خلک دروغ وایی .


داسلام مبارک دين اوپه نړۍ کی نورټولو ادیانو دروغ ویل یوبد عمل ګڼلی دی اوګڼي یی همدارنګه پوهانواوعالمانوهم په خپل وارسره دروغ بدګڼلي اووایی چی دروغ داسی یوعمل دی چی څوک وایی دهغه مقام ،نوم اوحیثیت دنوروخلکوپه منځ کی راټیټوي اوخپل اعتبار له منځه وړي .


 


همدارنګه ددروغودپایلوپه اړه هم ډیرزیات متلونه او حکایتونه شته دی یومتل دی چی وایی (ددروغومنزل لنډوي)پدی معنی چی که دروغجن هرڅومره خلک وغولوي خواخرپری خلک پوهیږي رسواکیږی اویوه ورځ یی دروغ ټولوته ظاهریږي حتی که چیری مونږ یوه ماشوم ته ووایو چی راشه چاکلیټ درکوم خووریی نکړو نوکه دوه دری ځله داعمل تکرارکړو په څلورم ځل ماشوم زمونږپه خبره نه راځي .خوسوال دادی چی خلک اوخصوصا سیاستوال ولی دروغ وایی ؟



  


البته دروغ ویل دمختلفوموخو لپاره ویل کیږي . ځینی خلک دي چی دروغ ویل دهغوی عادت ګرځیدلی دی سره ددی چی دخپل دروغ ویلو څخه کومه فایده نه ده ته اونه نوروته رسیږي خوبیاهم دخپل عادت له مخی دروغ وایی اوحتی چی قسمونه هم پری کوي .


دوهم ډول هغه خلک دي چی ملګري یی په خپل منځ کی دیواوبل دزورولو په خاطرویل کیږي چی داهم ښه کارنه دی ځکه ځینی وخت دملګرو ترمنځ دخفګان سبب ګرځي.



 


دریم ډول هغه دروغ دي چی زیاتره دهغه اشخاصوله لوري ویل کیږي چی دخلکو دغولونی څخه خپله ګټه ترلاسه کوي چی زیاتره یی دتجارانو،سیاستمدارانو،دولتمندانو اوچارواکو له خوا ویل کیږي چی البته ترټولویی مشهور دسیاستمدارانو دروغ دي چی په عامه اصطلاح ښکرور دروغ ورته وایی .


 


ځینی سیاستوال داسی مخامخ دروغ وایی چی دکالیوسره دسړي په سترګوکی ننوځي سره ددی چی ځنی کسان وایی چی په سیاست کی باید له فریب اوچالاکي څخه کارواخستل شي خو داسی نده ځکه وایی چی (کوږبارترمنزله نه رسیږي) په دروغو هیڅ نه شی کولای چی ترابده خلک وغولوي اویوه ورځ به حتما دملت په مخ کی مخ توري ولاړوي.


 


خو دلته خلک هم مسولیت لري ځکه وایی( تجربه شوی بیا مه تجربه کوی)یعنی خلک نور باید دداسی کسانو په دروغ وعدو ونه غولیږي اوپه دوی باندی اعتبار ونه کړي .


لیکوال:عبدالرحمن الکوزی


 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160