له بارانه تېښته او تر ناوې لاندې ناسته

Posted on at


لکه څرنګه چې ټاکل شوې ده په ۱۳۹۳ هجري لمريز کال کې به ولسمشريزې ټولټاکنې ترسره کيږي او د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به د اوسني ولسمشر حامد کرزي، کاري دوره هم پای ته ورسيږي او د هغه پر ځای به يو نوی ولسمشر د ولسمشرۍ په چوکۍ کيني، خو په دې وضعيت کې بيا افغانان په دوه برخو ويشل شوي، ځينې يې په دې فکر کې دي، چې د پښتو ژبې د هغه مشهور متل «له بارانه تښتيدم تر ناوې لاندې مې شپه شوه» کانه پرې ونه شي، په دې مانا چې داسې ونه شي، چې په داسې کوم ولسمشر واوړي، چې بيا به په کرزي پسې ارمان کوي.


 


دغه افغانان په دې باور دي، چې په تېر لس کلن حکومت کې افغانستان تر يوه حده پرمختګ کړی، په هېواد کې سواد او زده کړه عامه شوې، د هېواد سړکونه پاخه شوي، له بهرنيو هيوادونو سره د هېواد د کاني زېرمو د رايستلو په قراردادونو باندې کارونه پېل شوي، د افغانانو اقتصادي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوی، او همدارنګه تر ټولو مهمه دا، چې هېوادوال د امنيت او د بيان د ازادۍ څښتنان شوي.



همدارنګه د دغه فکر لرونکي افغانان بيا د راتلونکي ولسمشر او د هغه تر واک لاندې حکومت په اړه په اندېښنه کې دي، دوی وايي چې راتلونکی ولسمشر خدای مه کړه د ټوپکسالارانو له جملې څخه وي، چې د هېواد وضعيت يو ځل بيا د اويايمې لسيزې په څېر ګډوډ کړي، داخلي جګړو او قومي تعصباتو ته لمن ووهي او د تېر يوولس کلن حکومت لاسته راوړنې هم له خاورو سره خاورې کړي.



بل لور ته بيا ځينې افغانان راتلونکو ټولټاکنو او د نوي ولسمشر ټاکل کېدو ته سترګې په لاره دي، دوی وايي چې اوسني ولسمشر او د هغه حکومت په تېرو يوولسو کلونو کې د افغانستان لپاره کوم بنسټيز کار نه دی کړی او سربېره پر دې، چې بنسټيز کار يې نه دی کړی، اداري فساد يې هم اوج ته رسولی.


همدارنګه دوی وايي، چې د موجوده حکومت چارواکي يواځې د خپلو شخصي ګټو لپاره دندې پر مخ وړي او د افغانانو لپاره يې داسې کوم کار نه دی کړی، چې په راتلونکي وخت کې ورته همدغه افغانان د خېر دعا وکړي.



دغه ډله افغانان په دې باور دي، چې راتلونکې ټولټاکنې به د ډموکراسۍ په شتون کې ترسره کيږي او د دوی هر يو تن به وکړای شي، چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي او خپل راتلونکی ولسمشر په خپله وټاکي، چې راتلونکی ولسمشر به د اوسني ولسمشر تجربو ته په کتلو پند اخلي او د هېواد د پرمختګ لپاره به کار کوي.



About the author

160