په ټولنه کی دځونانو دندی

Posted on at


 


ځوانان دټولنی هسته جوړوی لکه څرنګه چی هسته په یواتوم کی یوه مهمه برخه ده په همدی ډول سره ځوانان هم دټولنی تردی لا مهمه برخه جوړوی که یی له کورنی پیل کړو بیاتر سیاست اقتصاد فرهنګ اوادب په څانګوکی خورا رغنده رول لری اوپه دی ټولو برخوکی یوازی او یوازی همدی کسانو ته سترګی وراوړی اوویل کیږی که ځوانان نه وی نو ټولنه هم په حقیقت کی نشته  نوچی داسی ده ښکاره خبره ده نوموړی خلک ډیر زیات مسولیتونه اودندی هم لری.



زما په آند هغه څوک ځوان نه دی چی یوازی فزیکی ځواک او پیاوړتیا ولری بلکه ځوان هغه څوک دی چی ورسره یو ځوان فکر اوځوانی هیلی ولری ځکه همدا نوی اوځوان فکرونه دی چی ټولنی ته نوښت اوپرمختګ راولی اوټولنه دتمدن او ښه ژوند په لور بیایی ټولنی په ننی نړی کی دارزښتونو اونورو ملحوظاتو په پام کی نیولو سره بیلی دی اوبیلابیلی اړتیاوی لری خوافغانی ټولنی ته ترهرڅه دمخه دی ته ډیره اړتیا لیدل کیږی چی فکرته کار وشی ترڅو مشران نوی ځوانان او کوچینیان هریو خپل مسولیت وپیژنی اونور خپله دغه زوریدلی ټولنه له دغه ناورین دیو روښانه راتلونکی په لور روانه کړو.                                            



 اوس دا دځوانانو دنده ده چی داکار وګړی ولی چی زمونږ مشران خو ډیری نالوستی دی یاخو داتوان نه لری اوددوی عمرونه اجازه نه ورکوی اودحوصلی دلرلو له پلوه هم کمزوری او واړه خولا واړه دی ځونان هغه څوک دی چی روښانه فکرونه لری پوره حوصله دیویشتمی پیړی په عصری زدکړی سمبال دی ترڅنګ ترځایه دټکنالوژی په ژبه هم ماشونانه خبری کولای شی اوددنړی په ترټولوښه اثر لرونکی وسله چی رسنی دی پوهیږی اوپه ډیری آسانی سره کولای شی دغه ستره دنده ترسره کړی له بده مرغه زمونږ په هیواد کی ځینی خلک فکر کوی که تعلیم وکړی نو عقیده کی فرق راځی او بی غیرته کیږی نر یوازی هغه څوک دی چی ټوپک ولری په ټولنه کی ډار اووحشت رامنځته کړی له تربور سره بدی ولری اوپه قوم کی هم هغه څوک ډیر سرلوړی دی چی ډیر یی وژلی وی دمتقابل احترام کلمه پکی معنی نلری اوکه یی یادو نو په یادولو به یی ستړی شو زمونږ په ټولنه کی په زرګونو داسی ناخوالی شته.



نوپه داسی یوه ټولنه کی دځونانو دنده داده چی ترڅوکوچینیان دی ته تشویق کړی چی زدکړی وکړی اولویان هم پدی وپوهوی چی یوازی تعلیم اوزدکړه دخلاصون لاره ده اوورته وښیی چی خپلو ماشومانو ته دټوپک پرځای قلم ورکړی خپل تربور ورور وګڼی دډیر قدر دلرلو لپاره ډیر علم معیار وګرځوی او په دی هم پوهول پکار دی چی ژوند څه ته وایی په نړی کی مو دژوند کولو هدف څه دی داټول هغه څه دی چی ځوانان کولای شی ورته ځان ورسوی یقینی ده چی داکاروخت اومنډه غواړی خو ای ځوانه مخکی ځه همیشه به تا څوک په څپیړه نه وهی ویوه ورځ هرو مرو راتلونکی ده چی څوګ دی په تندی ښکل کړی او پدی لاره کی درسره ملګری شی.


 


لیکونکی: خوانی همت


 



About the author

160