د ښځو پروړاندی د تیریو حل کول

Posted on at


له بده مرغه تیری د یو تریخ حقیقت په توکه د درېم نړی ډیرو ټولنو کی په خاصه توکه زموږ هیواد کی شته دی٬ په لومړۍ ځل کی باید دغه د یو تریخ حقیقت په توکه ومنو او وروسته هغو ته یو د حل لاره وموندو.


زموږ د ټولنی نیم خلک ښځی دی که په جدی توکه که د ښځو تیریو پروړاندی مبارزه ونشی موږ نشو کولی موږ نشو کولی چی د خپل نیم انسانی قوی نه په ښه توکه استفاده وکړو. په خاصه توکه بدلون باید د خپل ځان نه پیل کړو ترڅو چی نور خلک او بلاخره ټولنه بدله شی.



د دغه تیریو عامل د کارته سواد کچی٫ فقر٫ ناوړه رسم او رواجونه او نورو کارونه دی. له بده مرغه ښځي په ټولنه او هم کورنۍ کی د سپکاوی٫ توهین٬ د ژبی تیری٬ جنسی تیری٫ وهل کیږی او ډیر نور کارونه ورباندی کیږی.


د هغه تیریو سره چی ښځی په ټولنه کی ورسره مخامخ کیږی داچی دوی پخپله د هغو نه په مستقیمه توکه متاثره کیږی سبب کیږی چی دغه ښځی خپل زړورتوب د لاس نه ورکړی او یو ډول محدودیت خپل ځان ته جوړ کړی او په اجتماعی فعالیتونو کی ګډون نه کوی٬ دغه ښځی نورو ښځو ته یوه الګو کیږی او سبب کیږی چی نوری ښځی هم خپل زړورتوب د لاس نه ورکړی.



انسان هغه موجود دی چی د ۱۸ عالم کی غوره دی او انسانی کرامت لری او انسانی کرامت یوه پرامخه مانا لری او هم د اساسی قانون له نظره انسان د تعرض نه ساتل شوی دی. او هم د اسلامی آمورو پر اساس باندی باید د انسانانو قبرونو ته بی احترامی ونشی.


موږ د خپل حکومت نه غوښتونکی یو ترڅو چی د ښځو تیریو حل کولو پروړاندی نه باورونکی کارونه وکړی او د هغه ورځی شاهد اوسو چی زموږ ټولنه د هری ستونزی نه خالی اوسی. 




About the author

FatehHighSchool

Fateh High School was established in 2008. The school is located on Ferqe street and has 4 shifts (2 shifts for female and 2 shifts for male). It has 6,200 students, 160 teachers and 7 department in different fields.

Subscribe 0
160