خوشال خان خټک د هيواد نوميالی اديب او سياسي مبارز دریم برخه ۳ څیرونکی عبدالرحمن منګل

Posted on at


دریمه برخه


د خان بابا آثار په دری ،  روسی،هندی ،  ډنمارکی ،  انګلیسی، او اردو ژبو ژباړل شوي، چې له دې شمېر نه القتستنلومړنى اروپایې پوه دی، چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپریدو ته يې چمتو کړي دي.


د خوشحال خان آثار




ستر خوشال بابا د خپل ژوند په درشل کې یانې په (۷۸) کلن عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښودل، چې تل ورڅخه ګټه اخيستل کيږي. دده د اثارو په اړه ځېنې پوهان وایې، چې شمېر يې (۲۰۰) ته رسیږي، خو یو نامتو ختیځ پوه  مسټر راورټی  دده اثار تر (۲۵۰) زیات ښودلي دي.


خوشال نه یوازې په پښتو  ژبه باندې شعر ویلي، بلکې په فارسی ژبه هم ښه پوهېده او په دري ژبه یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي. د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود. موږ مخكې وویل، چې دده اثار نږدې تر (۲۰۰) پورې رسیږي چې مشهور یې دادي:


 



  1. کلیات: چې نږدې (۴۰) زره بیتونه لري.

  2. فضل نامه: یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي.

  3. بازنامه: د ښکار په اړه بحث کوي.

  4. صحت البدن: یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي.



  5. اخلاق نامه

  6. .

  7. سوات نامه: یو منظم اثر دی چې د سوات په باب معلومات، او د سوات حغرافیهپکې تشریح شوې ده.

  8. دستارنامه: د دستار او لو نګۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي.

  9. فرخ نامه: د تورې او قلم بحث دی.

  10. فراقنامه: د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي.

  11. آینه: د فقهې کتاب دی.

  12. بیاض: د نثر کتاب دی.


  13. زنځیری: د د لیکیدود په اړه دی.

  14. تفسیر سوره یوسف.

  15. د پښتنو تاریخ: یو ورک اثر دی.

  16. د خوشال رباعیات.

  17. عیار دانش: د فارسي نه ژباړه ده.

  18. هدایه: له عربي نه ژباړل شوی دی.



دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي، خو په سلګونو نور اثار یې ورک شوي دي.


دغه ستر، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰هجري) کال له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته ورغی.


د خوشحال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه
پس له مرګه به یې یـــــاد کــا ډیر عالم


 څیرونکی 


عبدالرحمن منګل 



About the author

160