ژورنالیزم د اسلام په رڼا کې دوهمه برخه

Posted on at


دوهمه برخه 


لري، خو د دوى دا ورته والى د دې لامل كېداى نشي چې دواړه يو صنف وګڼل شي، بلكې دواړه له يوه بله جدا صنفونه دي او له يو بل سره ډېر توپير لري.
د اسلام لـه نظره د ژورنالېزم بنسټيز  غرض دا دى چې د خبري پېښو په خپرولو او څېړلو سره انساني ژوند داسي رهبري شي چې د هغې په واسطه د ښېګنې او



رښتينولۍ بڼسټونه ټينګ او باطل كمزورى شي. د قران كريم او نبوي احاديثو لـه مخې د ژورنالېزم او تبليغاتي رسنيو مسووليت دا دى چې:
• د خداى ج رضا تر لاسه شي.
• انسانان په ښه توګه ورورګلوۍ او مينې ته وبلل شي.



• د چارواكو د ظلمونو او تېريو په وړاندې حقه او لـه او لـه انصافه ډكه وينا وشي او په هېڅ ډول د هغوى دروغ او غلطيو ته رښتيا او سمه ونه ويل شي. كه په دې لاره كې ووژل شي نو د شهادت درجه وړي. د ابو داود په يو حديث كې راغلي "د ظالم چارواكي په وړاندې حق ويل ډېر غوره جهاد دى".
د ژورنالېزم موخه د مخلوق اصلاح، لارښوونه او په خلكو كې ښېګنې او رښتينولي


 د ودول دى.
الله ج د ال عمران سورت په 120 ايت كې فرمايي:



"تاسو په نړۍ كې غوره ډله ياست چې د انسانانو د اصلاح او لارښوونې لپاره ډګر ته راوتلي ياست. تاسو د نېكۍ په كولو امر كوئ او د بدۍ لـه كولو خلك ژغوري او په الله جل ايمان او باور لرئ."



د ژورنالېزم ټول اخلاقي موارد لـه قران او حديثو څخه ثابت شوي دي، كه دې مواردو ته وكتل شي نو رښتونى ژورنالېزم جوتېږي هغه موارد څه دي تفصیل به یې په راتلونکې اونیزه کې څرګند شي



About the author

160