د افغان نجونو مقاله لیکل او پایداره اقتصاد

Posted on at


د باغ نظر ګاه لیسی زده کونکی د دی نه چی خپل آزموینی یی تیره کړلی او په موفقه توکه یی خپل درسونه پای ته ورسول او یو بل ټولګی ته بریالۍ شول خوشاله دی.  د باغ نظر ګاه لیسی زده کونکو آزموینو تیریدلو سره دومواری یی د شوق او هیلو سره د مقالو او مختلفو موضوع ګانو لیکلو ته یی پیل وکړلو. د ژمی رخصتیانی زده کونکو ته یو وخت دی ترڅو چی فکر وکړی او ولیکی.


د باغ نظر ګاه لیسی مدیره چی یوه فعاله او فکرمنه ښځه ده زده کونکی تشویق کوی ترڅو چی وکولی شی د خپل استعدادونونه کار واخلی او د افغان سیټادل شرکت سره همکاری ولری.



ډیری تشویقیانی چی د مقاله لیکلو برخه کی شوی دی د میرمن محتسب زاده له خوا نه دی٫ دوی د ښه فکر او د ټولنۍ فرهنګ او اجتماع مطابقه فکر لری. افغان سیټادل شرکت په نظر کی لری ترڅو د دغه نه هم ډير لاری د افغان نجونی پرمختک لپاره چمتو کړی ترڅو چی خپل پټ استعدادونه ښکاره کړی په دغه صورت کی دغه ځلی پلان شوی دی ترڅو چی نوری ډيری نجونی د کامپیوټر او انترنټ زده کولو برخه شاملی کړی.



که څه هم په هرات کی ډير ستونزی په خاصه توکه د ښځو لپاره شته دی بیا هم د افغانستان ښځي باغیرته او زړه وری ښځي دی٫ او هم د دغه ښځو استعدادونه د ستاینۍ وړ دی٬ فکر کیږی که ښځو ته ډیر شیان چمتو وی شاید افغانستان یو د هغه هیوادونونه وی چی د فرهنګ له نظر په نړی کی یی لومړۍ مقام نیولی وی.


د افغان نجونی نوم لیکنه د کامپیوټر او انترنټ په خاصه توکه د انکس فلم برخه کی جریان لری مګر دغه حالت د افغانستان نجونو لپاره د باوو وړ نه دی چی یوه ورځ دوی خپل فکرونه د لیکلو په رشته یی راواړوی٬ او د خپل ځان نه خلاقیت وښایی او یا هم دا چی انکس فلم او افغان سیټادل شرکت وکولی شی په دغه برخه کی افغان نجونو ته کمک وکړی.



مګر افغان سیټادل شرکت د افغانستان نجونو ته یی اطمینان ورکړلو چی دوی پخپله وغواړی پرمختک وکړی سل په سلو کی به د دوی سره همکاری وکړی او د دوی فکر او استعداد پرمختک لاره به چمتو کړی. انشاالله د افغانستان نجونی او ښځی به خپل هیلو ته ورسیږی او د پرمختک لاری یو د بل سره تیری کړی. 




About the author

Baghnazargah-High-School

Film Annex's production crew in Afghanistan documents an ordinary day at Baghnazargah School, which is 5 kilometers away from Herat. The school was established in 1989. In this video, we get a glimpse into the lives of female students, what they do in classrooms, how they play and exercise outdoors,…

Subscribe 0
160