فکر او عمل

Posted on at


څوک فکر کوی، مګر کار یی د لاسه نه کیږی.                                                       

څینی په کار  کولو کی تکړه وی، مګر  د عمل په ډګر کی هیځ نه وی.                             

څینی د کار او عمل لایق نه وی، مګر په سوچ او فکر او تدبیر بی کاره وی.                       

بعضی ته تنها فکر کول ښه کاری او بعضی نور ته دعمل او کار کول ښه ښکاری.                

ځینی په فکر کولو وخت خپل وخت تیروی او ځینی په کار کولو خپل وخت تیروی.                

څوک تش د هوا د باد پیمانه کوی او ځینی د حقیقت په تله کی د ژوند مرغلری تلی. 

                                                                   

لنډه دا چی ځوک د فکر ملګری او ځوک د عمل مینان دی.                                         

لاکن په واقعیت کی د انسان کامل والی په فکر او عمل دواړه پوری تړلی دی. د ژوندانه تله هله برابره او سمه دریږی، چی داوړه پلی په تول کی یو رنګ وی. یعنی په یوه اندازه په یوه پله او بل کی عمل وی.      

                                                                                                                                                                    

که چا د ژوندانه دخه مقیاس او کچ میچ په لاسو ونیو، یعنی هم یی فکر وکړ او هم یی د عمل جامه ورواغوستله، نو د هغه پښی ښکلوی.                                                                   

د کامیابی راز په فکر او عمل دواړو کی پروت وی. ښایی چی هر ځوک په تیره بیا مشران د فکر او یا کولو او عمل تله په لاس کی ونیسی او د ژوندانه لوی او واړه کارونه پری وتلی. د نړی ډیر نومیالی کسان او ملتونه او قومونه مشران د فکر او کارونه پری وتلی.   

                                                                                                      

که ځوک غواړی د ژوندانه له خوږو څخه خوند او لذت واخلی او نیکمرغی یی په برخه شی، ښایی هم فکر وکړی او هم خپل فکر ته د عمل جامه وروخوندی.                                                    



About the author

160