جنګی جرایمو کی ګرم څوک دی

Posted on at


کله چې په ۲۰۰۰ لومړي کال امریکا پر افغانستان بریدو وکړ، په بګرام کې یې پوځي تاسیسات جوړ کړل او په همدغه کال کې د تورنو کسانو د ساتلو په موخه د بګرام لوی زندان هم جوړ کړ، چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی زندان بلل کېده.

 

د دغه زندان نوې ودانۍ په ۲۰۱۰ کال د پروان زندان په نوم ونومول شوه، او ښایې د نوم د بدلېدو یو لامل به یې دا وه، چې دغه زندان د خلکو په ذهنونو کې خورا بد نوم درلوده.

 

د بګرام زندان د کابل شمال ته په ۴۰ کېلومترۍ کې د امریکایانو د هواي اډې په منځ کې پروت دی. دغه زندان د افغانانو په منځ کې د 'افغانستان ګوانتانامو' په نوم هم شهرت لري ځینې وختونه به له دغه زندانه د بندیانو سره د ناوړه چلند را پورونه هم خپرېدل آن تر دې چې په ۲۰۰۲ کال کې له دغه زندان نه د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپورهم ورکړل شوي وو.

 

له بګرام زندان نه خوشي شوو یو شمېر زندانیانو او د بشري حقونو ځینو ډلو رسنیو ته ویلي، چې د زندانیانو د نیولو او څېړنې پرمهال له هغوی سره ناوړه چلند هم شوی، د دې تر څنګ یو شمېر داسي ماشومان هم په دې بند کې ول چې په خپلې کورنۍ پسې به یې ژړل.

 

د بېلګې په توګه: د کوچیانو یو قومي مشر رمضان کوچی دیارلس میاشتې د بګرام په زندان کې بندي و کله چې په ۱۳۹۲/۷/۲۲ له زندانه خوشي شو نو هغه د اشنا را ډیو سره په مرکه کې وویل چې په دغه زندان کې داسي ماشومان هم ول چې د مور او پلار نومونه به یې اخیستل او ژړل به یې.

 

او بل د شکنجو، وهلو تر ټلو تر څنګ په دې زندان کې داسي کسان هم بندیان ول چې هیڅ جرم یې لا معلوم هم نه وو، خو کله چې بارک اوباما د خپلو لومړنیو ټاکنېزو منډو ترړو پر مهال وو نو له خلکو سره یې یوه ژمنه داهم وکړه چې په دغه زندان کې به د شکنجو لړۍ ته د پای ټکۍ اېږدي.

 

یاد زندان د امريکا له ګوانتانامواو په عراق کې د ابو غریب له زندانونو سره ورته بلل کېږي سره له دې، چې د دغه زندان امنیت خورا ټینګ دی، خو بیا هم د ۲۰۰۲ کال په دسمبر کې له دې زندانه څلور مهم بندیان هم تښیدلي دي.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهمې او پېژندل شوې څېرې لکه ملا عبدالسلام ضعیف، د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر، وکیل احمد متوکل او د حزب اسلامي مهم کسان لکه غیرت بهیر او نور هم په دغه زندان ساتل شوي دي.

دغه زندان، ۱۳۹۲ کال د وږي په ۲۲ مه د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته و سپارل شو.

په وروستو کې ۶۵۰ بندیان د بګرام له بنده خوشي شول، او ویل کېږي چې ۸۸ تنه نور به هم په دې نېږدو ورځو کې خوشي شي. خو اوس امریکایان بیا د دغه ۸۸ تنو خوشي کول د امنیت لپاره ګواښ بولي.

 

او په دې ډول سره غواړي چې خپلې هغه بشري ضد کړنو باندې پر ده وا چوي چې په دې ۱۲ کلونو کې دوی له افغانانو سره کړي دي

امریکا له کاله چې افغانستان ته راغلې نو افغانانو باندې یې بیلابیل تورونه پورې کړي دي کله هم په نشه یې توکو په کرکیله کې د نړۍ په کچه لومړۍ ځای خپل کړو او کله هم د توریستانو په نوم وژل کېږو.

خو اوس موږ ته په کار ده چې د هغه چا ملاتړ وکړو چې موږ له دې لوې بلا نه و ژغوري، او تاریخ کې د خپل راتلونکي نسل لپاره خپل نومونه په زرینو کرښو ولیکو، نور دا ونه وایو چې زه څه کولای شم، باید دا ووایو چې موږ څه کولای شو.

تر هغې چې زه، موږ نه شو تل به د بل تر یرغل لاندې وو او ژوند به مو له ویر او غم نه ډک وي بس په پای کې دومره وایم چې نور نو را ځی چې یو ازاد او خپلواک افغانستان و غواړو نه یو استعماري کوډله.

 

محمد طارق



About the author

tariq-hekmat-6829

Mohammad tariq hekmat

Subscribe 0
160