د هغه ځای نه چی د افغان سیټادل شرکت یو مهمو اهدافو نه د ښځه زده کونکو روزنه د زده کړی برخه کی د اجتماعی رسانو او انکس فلم کی ده.
د دغه اونۍ په جریان کی زده کونکو ته ځینی مطالب چی د دفتر له خوا نه جوړ شوی وو درس ورکړل شول٬ او په دغه ټولګیانو کی په دریو وختونو کی زده کونکو ته د ویندوز په اړه ځینی معلومات ورکړل شو. او انشا الله په دوو او دریو نورو جلسو کی به د ویندوز ټولی برخی خلاصی شی.
هغه شیان چی د ویندوز سیسټم نه زده کونکو ته درس ورکړل شولو د start menu ٬ word pad, paint او notepad پروګرامونه ول او هم د کنترول پنل ځینی برخی درس ورکړل شوی.
او هم په دغه اونۍ کی زده کونکی مجبوره ول چی د ټاګل شوی موضوع په اړه مقالی ولیکی٬ چی لیکل شوی مقالی د: ټاکنو٬ د ښځی مقام په اسلام کی٬ د مبایل اغیزه په ټولنه باندی٬ روزنه او زده کړی٬ سوله٬ مور٬ د حضرت محمد (ص) میلاد٬ د اسلام مقدس دین او نورو موضوع ګانو په اړه وو.
او هم هغه زده کونکی چی د ټولګی لومړیو ورځو کی یی نشو کولی چی کامپیوتر چلاند کړی٬ په نیکمرغه توکه اوس دوی د کامپیوټر او ویندوز ټولی برخی یی زده دی او هم د هغو څنک سره قلم یی اخیستی او د مقالو لیکلو ته یی پیل کړی دی ترڅو چی په راتلونکه کی خپل مقام وموندی.
او هم زما د نورو مقالو لوستلو لپاره کولی شی زما د انکس فلم شخصی پاڼی سره یوځای شی: http://www.filmannex.com/AmirAliSherNawaie