زمونږ ګران هیواد افغانستان چی ددطبیعی زیرمو اوکانونو له پلوه یو بډایه هیواد بلل کیږي اوتر ځمکی لاندی په ډيره اندازه کانونه لري خو تراوسه تری په پوره ډول سره ګټه نده اخیستل شوی اوهمدارنګه په زیاتروځمکی لاندی زیرمو باندی سیستماتیکه او جیولوژیکي څیړنه نده شوی
خوبیاهم هغه زیرمی چی تراوسه پیژندل شوي دي او دهغه په اړه څه ناڅه څیړنی شوی دي په لاندي ډول درپیژنو
الف: دسونګ او انرژي مواد
زمونږ هیواد دسونګ اوانرژی موادو لکه سکاره ،تیل اوګازو ستری زیرمی لري .دډبرو سکارو دذخیرو په اړه لومړي ځل لپاره په ۱۳۲۰ لمریزکال کی دهندي جیولیستانو دیوه هیات په وسیله څيړنی وشوی چی ورسره دډبرو سکارو څخه په کمه کچه ګټه اخیستل پیل شول
دډبرو سکارو ذخیری چی شرقا اوغربا پرتی دي دهیواد په شمال برخه کی دتخارولایت له فرخار سیند څخه پیل او دهرات ولایت دسبزک ترغاښی پوری اوږده پرته ده چی یوه لویه سیمه یی نیولی ده چی نژدی ۷۰۰کیلومتره په اندازه کی اوږدوالی لري
په افغانستان کی تراوسه دډبرو دسکارو دیوولسو کانونو تثبیت شوی ذخیری تر ۲۰۰میلونو ټنو پوری بلل شوې دي
مهمې سکاره لرونکې سیمې په لاندی ډول دي
سبزک سیمه :
دغه سیمه چی دهیواد دلویدیځ ولایت هرات په شمال کی موقعیت لري او دهرات له ښار څخه د۱۸۰ کیلومترو په شاوخواکی فاصله لري ددبحر له سطحی څخه ۲۵۰۰ متره جګوالی لري په لومړي ځل سره دیوه انګلیسی پوه ګریسباخ په وسیله (۱۸۸۱-۱۸۸۷)زیږدیزکال پوری سروی شو له هغی وروسته یوبل الماني پوه ترومپ په وسیله سروی او نقشه یی واخیستل شوه
دیادونی وړده چی د غه کان ۱۷طبقی سکاره لري خویوازی ۴ طبقی یی دراایستلو وړبلل شوي دي چی منځنی پڼډوالی یی ۶۰سانتی متره ښودل شوی دی
ددره صوف سیمه
دغه سیمه چی په سمنګان ولایت کی موقعیت لري دسکارو ډیر ښه جنسیت لري ددغه کان مجموعي اندازه ۷۴ میلونو ټنو ته رسیږي
ددغی سیمی جیولوژیکی پلټنی په لومړي ځل سره دافغاني او جرمنی دګډ هیات په وسیله په ۱۹۴۲ میلادي کال کی ترسره شوې
دشمالي اشپته کان
دغه کان دبحر له سطحی څخه د۱۶۰۰ متره جګوالي په لرلوسره دبغلان ولایت ددواب میځ زرین په سیمه کی داشپته دکلي په یوه کیلومتری ختیځ لورته پرته ده چی (۱۸۸۵-۱۸۸۷) کال دکریسباخ په وسیله کشف شوه
دغه کان دکمیت اوکیفیت له پلوه نسبت دنوروکانو په پرتله دومره اهمیت نه لري
ددغه کان لویدیځ ته بل کان چی داب میخ زرین په سیمه کی جنوبي اشپشته کان دبحر له سطحی څخه د۱۵۶۰مترو په لوړوالي سره موقعیت لري تخمینی ذخیری یی تر یوه میلون ټنو پوری ښودل شوي دي
-دکرکرکان:
دغه کان دپلخمري دډبروسکارو په کاني ساحه کی ډیر داهمیت وړدی اوددغی ساحی ترټولو مهمه ذخیره بلل کیږي چی دپلخمري په ۱۵کیلومتری کی قرار لري دسمندرله سطحی یی لوړوالی ۱۰۰۰متروته رسیږي ددغه کان سکاره په سلوکی له ۵۴نه تر ۷۳ فیصده پوری کاربن لري
له دغو پورتنیو کانونو برسیره ډیردسکاروکانونه هم وجودلري لکه لیله ،ګرمک،کرم ګل،سراسیا،دودکش، نهرین،چال اونمک اب،اوداسی نور دیادونی وړ دي
ادامه لري
راټولونکی :عبدالرحمن الکوزی
منبع:دافغانستان عمومي جفرافیه دمحمدظریف تڼیوال اثر