فلم انکس په یوه میاشت کی ۴۰ میلیونه کتونکی لری، او په هغوی کی ځوان لیدونکی دیر ارزښت لری. د فلم انکس ملاقات کونکی د پوهیدلو ضرورت لری، نو باید په مهمو او ضروری موضوعګانو وپوهیږی. زه د واقعیتونو د لږ خپریدو مخالف یم او ټول رښتنی موضوعات باید چی په ښه او مکمله توګه خپاره شی.
پرون ما له (الیور آبرتی) سره وکتل، الیور د نشنل جیوګرافی د مجلی، پخوانی د ډیزاین مسوول دی. زمونږ کتنه په تکزاز کښی وه. مونږ د ټولنیزو رسنیو پر توان او د دوی د کارولو په پوهنیزو چارو کښی خبر اتری سره وکړی. الیور د ګیبلین ګوند د مشر او رهبر له خپلوانو څخه دی.
د الیور او تید وینا په (ناسا) کی زما ډیره په زړه پوری وینا وه، په دی وینا کی د الیور مینه وال مهم خلک نه وو خو ډير کسان وو او د تید مینه وال قوی او پوه وو مګر لږ وو. ما د دوی له مینه والو سره ۵ کاله له مخه کتنه کړی وه، کله چی می د الیور له کسانو سره د موضوع به اړه خبری کولی دوی نا امیده وو ځکه چی دوی مهم کسان نه وو که هر څومره دوی ډیر هم وو. خو دا خبر چی دوی ډیر دی په تولنی رسنی کی مهمه شوه او دوی بریالی شول.
زما نظر دا دی چی باید ډیر کسان په ټولنیزو رسنیو کی ولرو تر څو وکولای شو چی ښه رهبری ولرو او شهرت ته ځان ورسوو او بیا باید دا احتیاط هم وکړو چی واقعیتونه خپاره کړو نه هغه دروغجن تبلیغات.
زه په دی پوهیږم چی په پخوانی او سنتی ټولنه کی پرمختللی سرمایه ایشودنی تاوان لری خو مګر ګټه هم لری او کولای شی جی به راتلونکی کښی یو څه وکړی او ځان ته مینه وال ومومی. دا شاید دیر وخت ونیسی چی موږ وکولای شو ځان هغه مشهورو رسنیو ته ورسوو، خو بیا هم زیار باسو چی ډیر کسان له ځانه سره یوځای کړو. سره له دی چی په افغانستان کی ډیری خلک له پرمختللی ټکنالوژی سره بلدتیا نلری، زه غواړم جی د انترنت د ټولګیو او ښوونځیو د جوړولو په مرسته د دوی پوهنی څانګی ته مرسته وکړم. ځکه جی زه په دی باور لرم جی ټولنیزی رسنی ډیر طاقت لری.