ډېره موده وړاندی یو ماښام کله چې مور مې په دسترخوان باندې زما دپلار مخی ته وچه ډوډۍ مربا اوسخت سوځیدلي بیسکټ کېښودل ماداسې وانګیرله چې ګواکی
دا سوو بیسکیټو ته چا نه دی ورفکر شوی لیکن پلار مې بیغمه خپل بیسکیټ وخوړل او بیا یې په وار سره ما ته مخ کړ او ویې ویل، ښه زویه څنګه وښوونځي کې
دې څه څال و؟ خدای شته چې نه مې یاديږي چې ما ورته څه ځواب ورکړ لیکن دومره مې په یاد دي چې مور مې د پلار څخه دسوو بیسکیټو په وجه دبخښنی غوښتنه کوله پلار مې په ځواب کې ورته وويل : ګرانې زما اصلا سوي بیسکیټ خوښیږيې
وروسته هماغه شپه دپلار کوټی ته ورغلم تر څو ورته ؛؛شپه دې پخیر؛؛ ووایم او ویده شم نو مې په ورو شان تری وپوښتل : پلاره ته رښتیا سوي بیسکیټ خوښوی؟ پلار مې یوځل په خپله غېږه کې ټینګ کړم او بیا یې راته وویل : زویه، مور دې نن کری ورځ کارکړی و او ډېره ستومانه وه . بیا یې پسې ورغبرګه کړه او ویې ویل : زویه سوي بیسکیټ سړی نه دردوي لیکن یوه تیزه اوترخه خبره سړی زخمي کوي.
نو ما ته دا خبره تر اوسه یو غوره درس پاتی دی هغه داسې چې، زمونږ ژوند څومره دنیمګړتیاو نه ډک دی او مونږ څومره نیمګړي یو.....زه په یو کار کې هم ه ترټولو غوره نه یم لیکن دا مې منلي چې : دیوبل عیبونه منل او د توپیرونو درناوی کو ل، دیوې سالمې پیاوړی او دتل پاتی اړیکی دساتلولپاره یوه مهمه کیلي د ه