ګرچه په هیوادکی دملي وحدت ډیری ناری وهل کیږی اوهمیشه دهرمشر اوهر هیوادوال په خوله کی همداوي چی مونږسره ورونه قومونه یو اوباید چی سره یواوپه اتفاق واوسو خو دا خبری یواځی دژبی په سروی ځکه په عمل کی بیا هغسی نه وی بلکی هغه چا چی به ډیر دیووالی ناری وهلی له نوروڅخه ډیر دیووالی پرضد کړنی کولی.
ګرچی له ډیر وخت څخه په دی فکر کی وم چی داستونزه چیرته ده چی یووالی منځ ته نه راځي خو خپل ځان ته می قانع کوونکی ځواب نه وه موندلی ګرچی ځینی وخت به ډیرو ویل چی ستونزه په سیاستمدارانوکی ده مګرزما زړه ته دومره نه لویدله خوپرون می په ښه ډاډسره وموندله چی ستونزه چیری ده.
لکه څرنګه چی دمحرم میاشت په اسلامي هیوادونوکی خاص داهمیت لري چی پیغمبر اکرم ص به دمحرم په لسمه هروخت روژه نیوله اودنورو مهموپیښوترڅنګ دپیغمبر اکرم ص لمسی امام حسین رض هم په همدی ورځ کی ديزید له خوا په شهادت ورسول شو نو داورځ دشیعه مذهبو له خوا ډیره لمانځل کیږي چی خیراتونه کوي .
مونږه هم څو ملګري یو غونډی ته بلل شوي وه دغونډی له پای ته رسیدلووروسته یو ملګري وویل چی په دشت برچي کی یوه دقران پاک ختم دی ځو هلته به پکی ګډون وکړو تقریبا پنځه موټره وه چی البته ټول پښتانه وو کله چی هلته ورسیدو نو ټولو په ډیر ورین تندي ښه راغلاست ووایه سره ددی چی په اول کی لږحیرانه غوندی شول ځکه چی غیر دهغه کس څخه چی خیرات یی کړی وه نور هیڅ کس نه پیژندلو اونه مونږ هغوی پیژندل.
سره ددی چی غیر له یوه تن هزاره ورورڅخه نوریو هم په پښتو خبری نه شوی کولای اوپه مونږ کی هم ډیر کسانو په دري خبری نه شوی کولای خومجلس ډیر ګرم وه پښتو ،دري سره ګډه ویل کیده.
مجلس ښه ګرم وه چی ډوډی راورسیده زه اویو بل کس چی یوه پښه یی هم قطع وه په یوه غوري سره راتاوشو هغه رانه دځای پوښتنه وکړه ماهم ورته وویل چی دلغمان یم هغه په موسکا وویل چی وګوره زمونږپه مجلس کی نن دقومیت ژبی سمت مذهب خبری نشته ته پښتون اوزه هزاره یم ته پښتو وایی اوزه دري وایم ته سني مذهبه یی اوزه شیعه مذهبه یم خونن زه اوته په یودسترخوان اویوه غوري سره ناست یوو داځکه چی زمونږ په مجلس کی هاغه دوخت سیاستمداران نشته هغه چی همیش دقوم ژبی مذهب سمت په اساس سره قومونه جنګوي اودوی پکی خپلی ګټی کوي زیاته یی کړه کاش چی دغه سیاستمداران هیڅ دی دنیا ته نه وای راغلی نن به ما هم دوی پښی لرلی .
کله چی می دهغه خبری واوریدلی نو ډیر پرځای راته ښکاره شوی .په رښتیا چی ستونزه په اولس کی نشته ستونزه زمونږ په هغه سیاستمدارانو او رهبرانوکی ده چی له ځان څخه یی قومي ټیکه داران جوړکړي دي چی دستونزو په وخت کی ولس وړاندی کوي اوګټی بیاپه خپل جیب کی وراچوي.
لیکوال :عبدالرحمن الکوزی