کامیابي په کوښښ لاس ته راځي

Posted on at


 


په پښتوکی یو مشهور متل دی چی وایی (بی زحمته راحت نشته ) دا متل ټول هغه کسانوته چی همیش هڅه  کوي چی په ژوند کی خپلی موخی لاس ته راوړي یونوع روحیه وربخښی او هغوی دیته هڅوي چی خپلو زحمتونو ته دوام ورکړي هغوی چی هرڅومره هڅه کوي هغومره په خپلو چارو کی بریالي کیږي



خو دامتل بیاهغه کسانو ته چی هڅه نه کوي هم یوه یادونه ده چی که تاسو کار ونه کړي تلکیف ونه ګالي او دخپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره هڅه ونه کړئ نو کامیابي به ونه وينی اوهمیش به په ستونزو کی ګیراوسی


امیر تیمورچی دنړۍ یوستر فاتح وه دهغه په اړه ویل کیږی چی کله هغه په لومړی ځل سره له یوی داسی ماتی سره مخامخ شو چی دهغه په فکر کی هم نه وه نوځکه امیرتیمور ډير خفه اوخواشینی شو دفکر کولو لپاره دخلکو څخه یوه ګوښه ځای ته ولاړ ده دخپلی ماتی په اړه فکر کاوه چی په دی وخت کی یی سترګي په یوه میږتون ولګیدی ده ولیدل چی دغه میږتون دځان څخه یوه غټ بار په خوله کی نیولی دی او په یوه دیوال یی خیژوي خو نه بریالی کیږي میږي نهه ځله داکار تکرار کړمګر هرځل به له دیوال څخه رالویده خو په لسم وار سره امیر تیمور ولیده چی میږي دیوال ته په ختلو سره کامیاب شو



امیرتیمور ددغه میږي په لیدلو سره دځان سره وویل چی دغه میږی چی دومره وړوکی حیوان دی او له ځان څخه لوړبار وړلای شي او دومره زحمت ګالي نو زه خو انسان یم کولای شم چی له دغه څخه ډیرستر کارونه ترسره کړم نو هماغه وه چی خپلی هڅی یی جاری وساتلی ان تردی چی دنړی دتاریخ دسترو فاتحینوڅخه ګڼل کیږي


دنړی ډیرونوروسترو پوهانو هم په هڅه اوکوښښ ټینګارکړی دی شکسپیر وایی(کله چی مودکوم کار دبشپړولواراده وکړه د ناکامۍ سره سره بیاهم هغه کار نیمګړی مه پریږده)


دپښتو ادب اوتوری ستر سالارخوشحال خټک هم دهمت وینا کړی ده هغه هم خپلو مخاطبینو څخه دملاتړلو غوښتنه کړی ده اووایی چی په هیڅ صورت کی باید انسان خپل همت دلاسه ورنکړي باید چی خپل هڅه وکړي ترڅودطوفاني دریاب له څپو څخه ساحل ته لاره ومومي هغه په خپل یوه بیت کی داسی وایی


که فلک ددزمري په خوله کی ورکا


دزمري په خوله هم مه پریږده همت



په ننی عصرکی چی کوم دپرمختګ او اسانتیا وسایل منځ ته راغلی دي دا کوم تصادف نه دی بلکی دادهغه زرګونو خواري کښو خلکو لاسته راوړنی دي چی خپلو موخو ته درسیدو لپاره یی ورځي شپی او ان کلونه زحمتونه ګاللی دي چی نن دهغوی دهڅوله برکته ټولی نړۍ ته یی ګټه رسیږي


خوځينی خلک بیاچی یو ځل ماته وخوري نو خپل کارته دپای ټکی ایږدي دوی ډیر ژرمایوسه کیږي چی دغه ډول اشخاص بیا په خپل ژوند کی ډیر کامیابه نه وي دوی همیش خپل کار پایلوته دشک په سترګه ګوري او هیمیش داویره لري چی خدای مکړه ماتی ونه خورم دغه کسان له ماتی څخه دومره ویره لري چی دخپلی کامیابی څخه خوند نشي اخیستلی چی شاید دغه ډله خلک له یوه ډول روحي ناروغی اخته شي



په ژوند کی همیش لوړی او ژوری رامنځ کیږی ژوند دکامیابیو اوناکامیو سره مل دی خو انسان باید له هری ماتی څخه تجربه واخلي ددی پرځای چی خپل هڅو ته دپای ټکی کیږدي باید خپلی هڅی نوری هم ګړندی کړي ترڅو په ستونزو بریالی شي


لیکوال :عبدالرحمن الکوزی



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160