هره ورځ ۴۴ ټنه سکریټ

Posted on at


 


افغانستان ته هره ورځ ۴۴ ټنه سګریټ واریدیږی . د هری ورځی واردیدونکو سګریټو بیه ۲۰۰ زره امریکای ډالره ده ،چی يه کال کی ۷۲میلیونه ته رسیږی . ویل کیږی تیر کال ۶ میلیونو کارتنو ډیر سګریټ هیواد ته را وارد شوی  دی د روغتیا وزارت د شمیرو له مخی ، دمګړی په افغانستا ن کی څه باندی ۴۵ په سلو کی کسان سګریټ څکوی او شاوخوا ۵۲ په سلو کی نور دسګریټو له لوګی نه زیانمنیږی. د   ملګرو ملتونو رپوټونه وایی ،په نړۍ کی د سګریټو د قاچاق دوه مهمی لاری دی ،چی یوه زرینه میاشت(افغانستان ،ایران او پاکستان )او بل زرین مثلث (برما ،لایوس او ټایلنډ )نومیږیطبی څیړنی ښیی ،سګریټیان د نورو خلکو په پرتله له ناروغیو نه اته ورځی وروسته ښه کیږی او په انسان کي د اکسیجن حجم کموی دغه راز په دي نشه یی توکی کی څلور زره زهرجنی مادی دی ،چی ۴۰ هغه یی سرطان زیږوی .          په نړی کۍ هره ورځ ۱۵ میلیاردهسګریټ اخستل کیږی ،یانی په هره دقیقه کی ۱۰ میلیونه سګریټه . همدا لامل دی ، چی ،په هرو اتو ثانیو کی سګریټ یو تن وژنی او هرهورځ ۱۰ زره او هر کال څلور میلیونه تنه د مرګ کومی ته ورکويافغانستان ته د سګریټو واردات ځکه زیات دی ،چی ګمرکی محصول یی کم او یوه برخه یی نورو هیوادو ته ټرانزیټ کیږی .که څه هم افغان حکومت پر سګریټو کی محصول ډیر کړی ،خو لا هم افغان ځوانان کولای شی ، چی سګریټ په ارزانه بیه راونیسی .                                                       موږ باید په دی وپوهیږو ،چی سګریټ د ټولو نشو مور ده                                           



About the author

160