راتلونکې ټاکنی او شته اندیښنې

Posted on at


 


دوري په شپاړسمه نیټه به دهیواد دولسمشرۍ اوولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي سره ددی چی دخلکولیوالتیا دغو ټاکنو ته ډیره زیاته ده او دتیروټاکنوپه پرتله خلک ډیرلیواله دي چی په ټاکنوکی ګډون وکړي اوخپل مشران په خپله وټاکي



خو هغه څه چی ځینی رایه ورکوونکي اونوماندان یی په اړه اندیښمن دي هغه په ټاکنوکی درغلی دي ځکه په تیرو دوه دوروټاکنو کی دپراخودرغلیو راپورونه ورکړل شو


ناامني درڼوټاکنودترسره کیدوپه وړاندی یوه ستره ستونزه بلل کیږي ځکه هغه سیمی چی">www.dw.de/د-افغانستان-امنیتي-راتلونکې-په-څه...ده/a-17513499‏"> ناامنی دي  اوپه ټاکنوباندی نظارت کوونکو ټولنو استازي نشي کولای چی له ټاکنوڅخه لیدنه وکړي نو ددرغلي احتمال پکی ډير زیات دي سره ددی چی امنیتي چارواکو ویلي دي چی ټول هغه مرکزونه چی هلته ټاکنې ترسره کیدونکی دي امنیت یی په بشپړ ډول سره تامین دی او له ټاکنو څخه دنظارت ټولنی کولای شي چی خپل استازي ورواستوي خو دغه ټولنې په دغه اړه شک څرګندوي اووایی چی دامنیتي چارواکو دغه خبره دحقیقت څخه لری دی



که چیری له ټاکنو څخه په پوره ډول سره څارنه ونشي نو بی له شکه چی په ټاکنو کی به ددرغلیو کچه ډیره وي چی دابه بیایونوی ناورین رامنځ ته کړي



بله ویره چی ځینی نوماندان یی لري هغه دټاکنو دخپلواک کمیسون اوشکایاتونوداوریدوکمیسون دبی پریوالي په اړه دی دوی لا په دی باندی ډآډه ندي چی دادواړه کمیسونونه به وکولای شي چی خپله بی طرفي وساتي دوی وایی چی که  خدای مکړه دغه دواړه کمیسونونه په پشپړډول سره ونشي کولای چی په ولایتونوکی پاک او بی پلوي کسان په دندو وګماري نو دابه لار هواره کړي چی په ټاکنوکی په پراخه اندازه سره درغلۍ وشي



همداراز ځینی نوماندان په حکومت تور پوری کوي چی دیوه خاص نوماند څخه ملاتړ کوي اووایی چی ولسمشر هڅه کوي چی دخپلی خوښې نوماند په راتلونکو ټاکنو کی بریالي کړي اووایی چی دحکومت ځیني غړي له حکومتي وسایلو څخه په ګټه اخیستنی سره هغه ته کمپاین کوی


لیکوال:عبدالرحمن الکوزی



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160