دتاریخ دوه ورځی

Posted on at


 


سره ددی چی دهیواد په تاریخ کی ډیر داسی ورځی شته چی هیڅکله به هیری نه شي خو هغه دوه ورځي چی په اوس وخت کی ډير دخلکو په خولو کی د ي هغه دغوایی دمیاشتی اوومه ورځ او دهمدغې میاشتې اتمه ورځ ده



دغوایی دمیاشتی اوومه ورځ دتاریخ هغه توره ورځ ده چی ناخوالې یی تراوسه دوام لري دغه ورځ چی دوروستیو څلور لسیزوبدبختیو  مورګڼل کیږي په حقیقت کی دهغه خارجې او داخلي خرڅ شویو هیوادنیو دښمنانو دسیسه وه چی په نتیجه کی دهیواد لومړنی جمهوررئیس سردارمحمدداود خان سره دکورنۍ دغړو ووژل شول چی دتاریخ نه هیریدونکی جنایت دی سردار محمدداود دهغه وخت دروسي پلوه کمونیست ګوند دغړو له خوا په شهادت ورسید چی ورسره په هیواد کی دجنایتونو اوظلمونو لړۍ پیل شوه



دکمونستي مفکوری ډوله حکومت په رامنځ ته کیدو سره په هیواد کی ظلم اوزیاتي زور واخیست دغې ډلی خپل سیاسي مخالفین تر ډير سخت فشار لاندی راوستل دڅرخي پله زندان ددوزخ نوم ځان ته خپل کړ ځکه په دغه زندان کی په زرګونو دوخت دحکومت سیاسي مخالفین او نوربی ګناه افغانان شهیدان شول


دڅرخه پله زندان په هغه وخت کی دسیاسي اوادبي لیکنو لکه ناولونو او لنډوکیسو محور وګرځیده بی شماره لیکنی پری وشوی دغه زندان دافسانوي دیوانو هغه کوهیو په څير بلل کیده چی که یوځل ورته څوک داخل شي نو راوتل تری دتصور څخه لری خبره ده



لاتراوسه هم ددغی دوری دزیاترو بندیانو دمرګ او ژوند په اړه کره اسناد ندي وړاندې شوي په زندانو کی دبندیانو شکنجه کول او دانساني اوبشري اصولو خلاف سزاګانې ددغې ډلې له نورو جنایتونو څخه ګڼل کیږي


مطبوعات تر ډير سانسور لاندی راوستل شول او یواځی هغه مطالب به پکی خپریدل چی دکمونستي نظام دافکارو زیږنده وه دحاکم نظام په جنایتونو پرده اچول کیده


په ښوونځیو کی ددرسونو پر ځای زیاتره دکمونستي نظام دافکارو دخپریدو لپاره تبلیغ کیده لویی غونډي به رابلل کیدې او ځوانان به پکی دیته هڅول کیدل تر څودنظام ملاتړوکړي هغه زده کوونکي چی ددغې ډلې غړیتوب به یی نه لره تر سخت فشار لاندی نیول کیدل



خو وایی چی (دظلم کاسه نسکوره وي) کمونستي ډلی هم په خپلو منځونو کی په دوه ډلو خلق اوپرچم په نومو وویشل شوی نورمحمد تره کی ووژل شو پرځای یی حفیظ الله امین په چوکۍ کیناست خو دهغه بخت هم ونه ځلید او ببرک کارمل چی دپرچم ډلی غړی وه دروسي عسکرو په ملاتړ کابل ته داخل شو او امین یی له منځه یوړه چی بیاوروسته واک ډاکتر نجیب الله ته چی څاګرې اداری غړی وه په لاس ورغي 


خو ددغې دظلمونوپه مقابل کی ملت چوپ پاتی نه شو بلکی په پوره زور اوطاقت سره یی دددغو جنایت کارانو ته یی نه وویل دوی دسپیڅلي جهاد لپاره په یو ه موټي سره راپورته شول له خپل هیواد څخه دساتني لپاره له سر اومال څخه تیر شول


نوربیا



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160