یوه خوشحاله کورنی څه وخت منځ ته راځی

Posted on at


یوه خوشحاله کورنی څه وخت منځ ته راځی
کورنی عبارت د هغی ټولګی څخه ده چی په هغه کی څو غړی سره یوځای ژوند وکړی د کورنی اساس او بنسټیز غړی مور او پلار دی چی دوه د ټولنی غړی یعنی (نارینه او ښځینه)سره یو ځای کیږی او لومړی پړاو د کورنی د جوړولو لپاره دی او واده یعنی (ازدواج)سره کوی وروسته د هغی څخه د الله (ج)په برکت سره هغوی یو نوی نسل منځ ته راوړی یعنی د اولادونو څښتن کیږی چی په هغو کی نجونی او هلکان دواړه شامل وی یعنی خوندی او ورونه منځ ته راځی مور او پلار د خپل ژوند تر ټولو ستونزمنو شیبو کی وی اما ددی تر څنګ د ژوند تر ټولو خوشحاله شیبی وی مور او پلار دواړه د خپلو اولادونو په تربیه کی زیار وباسی او هغوی ته د ژوند کولو آداب لکه


 


 


 


 


:د ډوډی خوړلو آداب ،لویانو ته احترام، دښو خبرو کول ،او د ژوند کولو آداب ورښیی ددی تر څنګ د ټولنی له خلکو سره په صداقت ،مهربانی ، په خلاصه ټندی خبری کول او په ډیره مینه او احترام چلند کول ورښیی له تربیی څخه وروسته هغوی د خپلو اولادونو د تعلیم په برخه کی زیار وباسی او په ښوونځی کی یی شاملوی او هغوی د علم او تحصیل په لوری تشویقوی او د هغوی سره په درسونو کی مرسته کوی تر څو د علم په واسطه ځانته یوه ښه آینده جوړه کړی او د خپلی کورنی او هیواد نوم لوړ کړی کله چی د دوی اولادونه لویږی نو د خپل مور او پلار سره په کارونو کی مرسته کوی چی دغه عمل د زیاتره کورنیو د نظم د خرابیدو لامل کیږی یعنی په مشترکه توګه یو له بل سره په کارونو کی ونډه نه اخلی او یوازی یی په یوه شخص تحمیلوی د مثال په توګه په یوه کورنی کی څلور خوندی او دوه ورونه ژوند کوی مور او پلار د دوی په منځ کی کار نه تقسیموی او یوازی پکی دوی مشری خوندی کار کوی دوی مجبوریږی چی د کور کارونه سرته ورسوی چی په دی توګه دوی د ژوند د نورو برخو څخه لری پاتی کیږی لکه د تعلیم څخه چی په دی ډول کارونو کی مور او پلار باید ډیر متوجی وی یعنی اولادونه یی فکر کوی چی زموږ په منځ کی فرق شته مور او پلار دنده داده چی د خپلو اولادونو په منځ کی هغوی ته په مساوی سترګه وګوری او او د هغوی په منځ کی متقابل احترام منځ ته راوړی چی همدا کار کولی شی چی یوه خوشحاله کورنی منځ ته راوړی



.



About the author

160